د اخلاقو څانګه

ج: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی: "تر ټولو کامل مؤمنان هغه دي چې ښه اخلاق ولري." امام ترمذي او احمد روایت کړی.

ج-۱- ځکه دا د الله تعالی سره د مينې لامل ګرځی.
۲- د مخلوق سره د مينې لامل ګرځي.
۳- په ترازو کې تر ټولو دروند شی دی.
۴- اجر او ثواب په ښو اخلاقو سره څو چنده زیاتیږي.
۵- دا د کامل ایمان نښه ده.

ج- له قرآن کریم څخه، الله تعالی فرمایلي دي: ﴿إِنَّ هَذَا الْقُرْآَنَ يَهْدِي لِلَّتِي هِيَ أَقْوَمُ﴾
بېشكه دا قرآن هغې (لارې) ته ښودنه كوي چې تر ټولو برابره نېغه ده [سورة الإسراء: ٩]. او د سنت څخه: څرنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی: «إنَّما بُعِثْتُ لِأُتَمِّمَ صالحَ الأَخلاقِ»
"زه د ښو اخلاقو د بشپړولو لپاره رالېږل شوی یم" احمد روایت کړی.

ج- احسان: تل د الله جل جلاله څارل او له مخلوقاتو سره احسان او نیکي کول.
رسول الله ﷺ فرمایلي:
«إِنَّ اللَّهَ كَتَبَ الْإِحْسَانَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ»
"الله لازم کړې چې د هر شی سره احسان کوئ" مسلم روایت کړی.
د احسان له اشکالو څخه:

·احسان د الله تعالی په عبادت کې، او هغه د الله په عبادت کې اخلاص کول دي.
·له مور او پلار سره په قول او عمل کې احسان کول.
·کورنۍ او خپلوانو سره احسان کول.
·ګاونډي سره احسان کول.
· یتیمانو او مسکینانو سره احسان کول.
· د هغه چا سره احسان کول چې تاسو ځوروي.
· په خبرو کې احسان کول.
· په بحث او مجادله کې احسان کول.
· حیوان سره احسان کول.

ج – د احسان ضد بدی او ناوړ برخورد دی.
* له هغې جملې څخه:
د الله تعالی په عبادت کې د اخلاص پریښودل.
* د مور او پلار نافرماني.
* د خپلوۍ پرې کول.
* بد ګاونډ یتوب.
* مسکينانو او فقیرانو سره احسان نه کول او همدارنګه نورې ناوړه خبرې او بد کارونه.

ج-
۱- امانت د الله تعالی د حقونو په ساتلو کې.
شکلونه یې:
امانت د عبادت په ادا کولو کې له: لمونځ، زکات، روژې، حج، او همداسې نورو کارونو څخه چې الله پر مونږ باندې فرض كړي دي.
۲- د خلکو د حقونو په ساتلو کې امانت:
·د خلکو ناموس ساتل.
·او د هغوی مالونه.
·او د هغوی وینې.
· او د هغوی رازونه، او ټول هغه څه چې خلکو درته د امانت په توګه سپارلي دي.
الله تعالی د بریالیو خلکو د ځانګړتیاو په بیانولو کې فرمايي:
﴿وَالَّذِينَ هُمْ لِأَمَانَاتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رَاعُونَ 8﴾
او هغوى چې د خپلو امانتونو او ژمنو رعایت كوونكي دي [سورة المؤمنون: ٨].

ج – خیانت دی، او هغه دا چې د الله تعالی او د خلکو حقوق ضایع کول دي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی:
"منافق درې نښې لري" - او له هغه څخه یې دا یادونه وکړه - "او که امانت ورکړل شي نو خیانت کوي" بخاری او مسلم روایت کړی.

ج- په هغه څه خبر ورکول چې د واقع سره موافق وي او یا یو شی باره کې خبر ورکول په دې حال کې چې دا شی همداسې وي لکه څنګه یې چې تا خبر ورکړ.
ځینې نمونې یې :

د خلکو سره په خبرو کې ریښتيا ویل.
په ژمنه کې ریښتینولي.
په هره خبره او عمل کې ریښتونولي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی:
«إنَّ الصِّدقَ يَهْدي إلى البِرِّ، وإنَّ البِرَّ يَهْدي إلى الجنَّةِ، وإنَّ الرَّجلَ لَيَصْدُقُ حتَّى يكونَ صِدِّيقًا»
" ریښتينولي نيکۍ ته لاره هواروي، او نيکي جنت ته لاره هواروي، او انسان تر هغه رښتیا وایي تر څو چې ریښتونی وګرځی." بخاری او مسلم روایت کړی دی.

ج- دروغ وییل، او هغه د حقیقت خلاف دي، لکه: پر خلکو دروغ وییل، د وعدو ماتول، او په دروغو ګواهي ورکول.
رسول الله ﷺ فرمایلي:
"درواغ بد اخلاقۍ ته لاره هواروي، او بې حیایي اور ته ته لاره هواروي، او یو سړی به تر هغه پورې دروغ وایي تر څو چې هغه به د الله سره د درواغجن په توګه ثبت شي." بخاری او مسلم روایت کړی دی. او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: "منافق درې نښې لري" - او له هغو څخه یې ځینې دا دي - "کله چی خبرې کوي دروغ وایي، او که وعده وکړي ماتوي یې" بخاری او مسلم روایت کړی دی.

ج – د الله تعالی په اطاعت صبر.
- له ګناهونو صبر کول.
- په دردناکو تقدیراتو صبر، او په هر حالت کې د الله ستاینه کول.
الله تعالی فرمايي:
﴿وَٱللَّهُ يُحِبُّ ٱلصَّـبِرِينَ 146﴾
او الله صبر كوونكي خوښوي. [سورة آل عمران: ١٤٦]. او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "د مؤمن کار د حیرانتیا وړ دی، هر یو کار یې د هغه په ګټه دي، او دا د بل چا لپاره نشته پرته له مؤمن څخه، كه خوشحالي ورته ورسيږي نو شكر وباسي او دا د ده لپاره خير دى، او كه مصيبت ورته ورسيږي صبر کوي او دا د ده لپاره خير دى". مسلم روایت کړی.

ج - په اطاعت صبر نه کول، له ګناه څخه صبر نه کول، په وینا او یا کړنې سره په تقدیر ناخوښي ښکاره کول.
له ځینو نمونو څخه یې:

§ د مرګ هیله.
§ د مخونو وهل.
§ د جامو څیري کول.
§ د احساس خپرول.
§ خپل ځان ته خیرې کول د هلاکت.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی:
"ثواب(۱) د لوی مصیبت سره دی، او هر کله چی الله د کوم قوم سره مینه ولري، هغوی آزمایي، نو چا چې ( د الله په تقدیر) خوښي څرګنده کړه، نو د هغه لپاره ( د الله له طرفه ) خوښی ده، او څوک چې ناراضه شو نو د هغه لپاره ناخوښي ده" ترمذي او ابن ماجه روایت کړی دی.

ج – هغه په حق او خیر کې د خلکو یو بل سره مرسته ده.
د همکارۍ بڼې:

o د حقوقو په ورکولو کی مرسته.
o د ظالم په دفع کولو کې مرسته.
o د اړمنو خلکو د اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته.
o په ټولو نیکو کارونو کی مرسته کول.
o په ګناه، ضرر او تجاوز کې مرسته نه کول.
الله تعالی فرمايي:
﴿وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ 2﴾
او تاسو له یو بل سره په نېكۍ او پرهېزګارۍ كې مرسته كوئ او د ګناه او ظلم په كار كې د یو بل مرسته مه كوئ او له الله نه ووېرېږئ، بېشكه الله ډېر سخت عذاب وركوونكى دى. [سورة المائدة: ٢]. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی: " یو مؤمن د بل مؤمن لپاره د ودانۍ په څیر دی؛ چی یو بل کلک نیسی او ټینګوي » بخاری او مسلم روایت کړی دی. او رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: " یو مسلمان د بل مسلمان ورور دی، نه پر هغه ظلم کوي، او نه ورسره خیانت کوي، او څوک چې د خپل ورور اړتیاوي پوره کوی، الله د هغه اړتیاوي پوره کوي، او څوک چې له مسلمان غم لرې کړي، الله به د قیامت په ورځ د سختیو څخه یو سختي له هغه څخه لرې کړي، او څوک چې پر یو مسلمان پرده واچوي، الله به د قیامت په ورځ هغه باندی پرده واچوي. د بخاری او مسلم روایت.

ج-۱- د الله څخه حیاء کول دا دي: د هغه پاک ذات نافرماني ونكړې.
۲- له خلکو څخه حیاء کول: له هغی جملی څخه، له پوچو او ناوړو ویناوو څخه ډډه کول او د شرمګاه له ښکاره کولو ډډه کول دي.
رسول الله ﷺ فرمایلی دی:
"ايمان اویا او څو " - يا: " شپيته او څو" - " څانګې دی، تر ټولو لوړه یې د : لا إِلَهَ إلَّا اللهُ (له الله پرته بل معبود نشته). وییل دي، او ټیټه یې: له لارې څخه د ضرري شي لرې کول دي. او حیاء د ایمان یوه څانګه ده.» مسلم روایت روایت کړی دی.

ج – پر لویانو مهرباني او د هغوی احترام.
- پر کوچنیانو او ماشومانو مهرباني.
- پر فقیر، مسکین او اړمن مهرباني.
- پر حیواناتو مهرباني، په خوراک ورکولو او زیان نه رسولو سره.
په دې اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم وینا ده:
" مؤمنان په شفقت، مینې او خواخوږۍ کې د بدن په څیر دي، که یو غړی شکایت وکړي، د بدن پاتې برخه یې په بې خوبۍ او تبې سره نور غړي دګډون لپاره رابلي." د بخاری او مسلم روایت. رسول الله ﷺ فرمایلي دي: " رحم کوونکو باندی الله رحم کوي، تاسو د ځمکې پر خلکو رحم وکړئ ترڅو هغه ذات چې په آسمانونو کې دي پر تاسو رحم وکړي." ابو داود او ترمذي روایت روایت کړی دی.

ج- د الله تعالی سره مینه.
الله تعالی فرمايي:
﴿وَالَّذِينَ آَمَنُوا أَشَدُّ حُبًّا لِلَّهِ﴾
او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى؛ له الله سره په مینه كې ډېر سخت (او كلك) دي [سورة البقرة: ١٦٥].
د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مینه.
هغه وویل:
« قسم په هغه ذات چې زما روح د هغه په لاس کې دی، په تاسو کې هیڅوک تر هغه وخته مؤمن نه شی کیدلای تر څو چې زه ورته له پلار او زوی څخه ګران نه شم». بخاري روایت کړی دی.
له مؤمنانو سره مينه کول او د هغوی لپاره داسې ښېګڼه خوښول لکه د ځان لپاره.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
"په تاسو کې هیڅوک تر هغې پوری مؤمن نه شي جوړيدلی چې د خپل ورور لپاره هغه څه خوښ نه کړي چې د ځان لپاره یې خوښوي." بخاری روایت کړی دی.

ج – دا د مخ پراخي، د خوښۍ، موسکا، او مهربانۍ او مهربانۍ سره، او د خلکو سره د مخکېدو پر مهال د خوښۍ څرګندول دي.
دا د خلکو په مخ کې د تریو تندي نیولو مخالف عمل دی، هغه چې خلک زړه توري کوي.
پدې اړه حدیثونه راغلي دي ، له ابوذر رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم راته وویل : له ښېګڼې څخه هیڅ شی سپک مه ګڼه، اګر که د خپل ورور سره په ورین تندي مخامخ شئ. مسلم روایت کړی دی. رسول الله ﷺ فرمایلي دي: " د خپل ورور په مخ کې موسکا کول ستا لپاره صدقه ده." ترمذي روایت کړی دی.

ج- له نورو څخه د نعمت د لرې کیدلو تمه ساتل او یا په نورو د لورینې بد ګڼل.
الله تعالی فرمایلی دی:
﴿وَمِنْ شَرِّ حَاسِدٍ إِذَا حَسَدَ 5﴾ [سورة الفلق: ٥].
او د کینه كوونكي له شر نه كله چی دى کینه (شروع او ښكاره) كړي.
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
"له یو بل سره دښمني، کینه او مخالفت مه کوئ، او یو بل سره - د الله بندګان - وروڼه شئ" بخاري او مسلم روایت کړی دی.

ج – د خپل مسلمان ورور مسخره کول او سپکول دي، او دا کار روا ندی.
الله جل جلاله د دې د نهې په اړه فرمايي:
﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا يَسْخَرْ قَومٌ مِنْ قَوْمٍ عَسَى أَنْ يَكُونُوا خَيْرًا مِنْهُمْ وَلَا نِسَاءٌ مِنْ نِسَاءٍ عَسَى أَنْ يَكُنَّ خَيْرًا مِنْهُنَّ وَلَا تَلْمِزُوا أَنْفُسَكُمْ وَلَا تَنَابَزُوا بِالْأَلْقَابِ بِئْسَ الِاسْمُ الْفُسُوقُ بَعْدَ الْإِيمَانِ وَمَنْ لَمْ يَتُبْ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ 11﴾
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! هېڅ قوم دې په بل قوم پورې مسخرې نه كوي، كېدى شي چې هغوى لده نه ډېر غوره وي، او نه (دې) ښځې په نورو ښځو پورې (مسخرې كوي)، كېدى شي چې هغوى له دوى نه ډېرې غوره وي او تاسو د خپلو ځانونو عیب پلټنه مه كوئ او یو بل په بدو لقبونو (او نومونو) سره مه بلئ، له ایمان راوړو نه وروسته د فسق نامه بده ده او چا چې توبه ونه وېستله، نو هم دغه كسان ظالمان دي. [سورة الحجرات: ١١].

ج – دا چې انسان د خلکو په مخ کې خپل ځان اوچت او لوړ و نه شمیري، تر څو خلکو ته سپکاوی او له حق څخه انکار ونه کړي.
- الله تعالی فرمايي: ﴿وَعِبَادُ الرَّحْمَنِ الَّذِينَ يَمْشُونَ عَلَى الْأَرْضِ هَوْنًا﴾
او د رحمن بنده ګان هغه دي چې په ځمكه ورو ګرځي [سورة الفرقان: ٦٣]، یعنی: تواضع کوونکي. - رسول الله ﷺ فرمایلي دي: "هر څوک چې د الله په وړاندې تواضع وکړي، الله د هغه مقام لوړ او اوچتوي." مسلم روایت کړی. - رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "الله تعالی ماته وحی وکړه چې تاسو تواضع وکړئ، ترڅو هیڅوک یو پر بل باندې فخر ونه کړي، او هیڅوک یو بل باندې ظلم ونه کړي." مسلم روایت کړی.

ج-۱- حق باندې تکبر، او هغه د حق ردول او نه منل دي.
۲- په خلکو تکبر، او هغه دا چې هغوی کم ګڼل او سپکاوی یې کول.
رسول الله ﷺ فرمایلي دي:
"د هغه چا په زړه کې چې د ذرې په اندازه کبر وي جنت ته به داخل نشي." یو سړي وویل: آیا یو سړی دا خوښوي چې جامې یې ښې وي او بوټونه یې ښه وي؟ هغه وویل: "الله ښکلی دی او ښکلا خوښوي، تکبر: حق نه منل او خلکو ته په سپکه کتل دی." مسلم روایت کړی.
- بَطَرُ الحَقِّ: د حق رد کول، یا د حق څخه انکار کول.
- غَمْطُ النَّاسِ: خلکو ته په سپکه کتل.
- ښې جامې او ښه بوټان تکبر نه دی.

ج- په پېر او پلور کې دوکه کول، او هغه په شيانو کې د عيب پټول دي.
- په زده کړه کې درغلي کول، او همدارنګه د زده کوونکو درغلي (نقل) په آزموینو کې.
- په خبرو کې درغلی لکه په درواغو ګواهی ورکول او دروغ ویل دي.
- په خپلو خبرو او هوکړو باندی عمل او وفا نه کول.
او د درغلۍ څخه د منعې په اړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم د خوراک په یو ډیري تېریيده، او خپل لاس یې په هغه کې د ننه کړ، ګوتې یې لمدې شوې، نو ویې ویل: ای د خوراک مالکه دا څه دي؟" هغه ويې ويل: د الله رسوله، باران پرې وریدلی دی. هغه وویل: " آیا بهتره نه وه چې دا دې د خوړو په سر کیښودلی وی ترڅو چی خلک یې وګوري؟ څوک چې درغلی وکړی زمونږ له جملې څخه نه دی.» مسلم روایت کړی.
الصبرة:
ډیرکۍ.

ج د مسلمان ورور په غیاب کې دې هغه په هغه څه یادول چې بد یې ګڼي.
الله تعالی فرمايي:
﴿وَلَا يَغْتَبْ بَعْضُكُمْ بَعْضًا أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَنْ يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا فَكَرِهْتُمُوهُ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ رَحِيمٌ 12﴾
او غیبت دې نه کوي ځینې ستاسې د ځینو، آیا په تاسو كې یو كس دا خوښوي چې د خپل ورور غوښه وخوري، په داسې حال كې چې هغه مړى وي، نو تاسو دغه (خوراك) بدګڼئ(۱) او له الله نه ووېرېږئ، بېشكه الله ښه توبه قبلوونكى، بې حده رحم كوونكى دى. [سورة الحجرات: ١٢].

ج- هغه د خلکو په مینځ کی د خبرو نقلول د پاره د فساد پیداکولو په مینځ د هغوی کې.
- رسول الله ﷺ فرمایلي دي: " نمام (چغلخور) به جنت ته داخل نشي" مسلم روایت کړی.

ج- دا د ښه کار کولو په اړه سستي ده، او هغه څه چې انسان یې باید تر سره کړي.
د هغی له جملې څخه:
په فرایضو او واجباتو کې سستي کول دي.
الله تعالی فرمایلي:
﴿إِنَّ الْمُنَافِقِينَ يُخَادِعُونَ اللَّهَ وَهُوَ خَادِعُهُمْ وَإِذَا قَامُوا إِلَى الصَّلَاةِ قَامُوا كُسَالَى يُرَاءُونَ النَّاسَ وَلَا يَذْكُرُونَ اللَّهَ إِلَّا قَلِيلًا 142﴾
بېشكه منافقان له الله سره دوكه كوي او الله له دوى سره دوكه كوونكى دى او كله چې دوى لمانځه ته پاڅېږي سست(لټۍ) سره پاڅېږي، خلقو ته ځانونه ښیي او الله نه یادوي مګر ډېر لږ. [سورة النساء: ١٤٢].
مؤمن باید سستي، تنبلی، او کښیناستل پریږدي، او کار او حرکت کې هڅه وکړي او په دې ژوند کې د الله جل جلاله د خوښې په لاره کې زیار وباسي.

ج ۱- ستایل شوې غوسه: هغه د الله لپاره غوسه کول دي، لکه کافران، منافقان او یا نور چې د الله د حرمتونو(عرتمندو شیانو) سپکاوی وکړي او تر پښو یې لاندې کړي.
۲- نا بده غوسه: هغه غوسه ده چې انسان هغه څه وکړي یا یې ووایي چې باید و نه ویل شي.
د نامطلوبی غصې درملنه:

اودس کول.
کېناستل که ولاړ وي ، او څملاستل که ناست وي (استراحت).
په دې اړه باید د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وصیت عملي کړی، چی وایی: «غصه مه کوه».
د غوسی پر مهال دې خپل ځان کنټرول کړي.
اعوذ بالله من الشیطان الرجیم، ویل.
چوپتیا(۱).

ج - د خلکو د عیبونو او رازونو ښکاره کول او لټول دي، هغه څه چې خلک یې له نورو څخه پټوي.
له حرامو بڼو څخه یې:

- د خلکو د کورونو څخه د هغوی د رازونو او خصوصیاتو څخه ځان خبرول.
د خلکو خبرو ته غوږ نیول پرته لدې چی هغوی خبر اوسي.
الله تعالی فرمايي:
﴿وَلَا تَجَسَّسُوا ...﴾
او جاسوسي مه كوئ. [سورة الحجرات: ١٢].

ج- اسراف: په ناحقه مال لګول.
او ضد یې بُخل دی:
د ضرورت په ځای کې مال نه لګول.
او هغه څه چې صحیح دي د هغو ترمینځ حالت دی چې مسلمان باید سخاوت ولري.
الله تعالی فرمايلي:
﴿وَٱلَّذِينَ إِذَاۤ أَنفَقُوا لَمۡ يُسۡرِفُوا وَلَمۡ يَقۡتُرُوا وَكَانَ بَيۡنَ ذَ لِكَ قَوَامًا 67﴾
او هغه كسان دي چې كله انفاق كوي (مال لګوي نو) اسراف نه كوي او بخل هم نه كوي او د دغو (دواړو حالتونو) په مینځ كې میانه حاله وي. [سورة الفرقان ٦٧].

ج- بزدلي: له هغه شي څخه وېرېدل، چې وېره ترې په کار نده.
لکه د حق ویلو څخه ویره او په منکر رد نه کول د خلکو د ویرې.
زړورتیا:
پر حق اقدام کول، لکه د اسلام او مسلمانانو د دفاع لپاره د جهاد په ډګرونو کې وړاندی کیدل.
رسول الله صلی الله علیه وسلم به په خپله دعا کې وییل:
"ای الله! زه له بزدلۍ څخه تا ته پناه وړم..." رسول الله ﷺ فرمایلي دي: "قوی مؤمن د کمزوري مؤمن په پرتله الله ته غوره او محبوب دی، او په ټولوکې خیر دی." مسلم روایت کړی.

ج – لکه لعنت ویل او ښکنځلې کول.
او یا داسې چی څوک ووایی "حیوان" یا ورته الفاظو په څیر.
یا په فحش او بدو الفاظو سره شرمګاه یادول.
رسول الله صلی الله علیه وسلم لدې ټولو څخه منعه کړې ده او فرمايي:
"مؤمن طعنه ورکونکی او لعنت ویونکی نه وي او نه ښکنځل کوونکي، او بد ژبی" ترمذي او ابن حبان روایت کړی دی.

ج-۱- دعا کول، چې الله تا د ښو اخلاقو خاوند کړي او په دې کې درسره مرسته وکړي.
۲- د الله جل جلاله څارنه او دا چې هغه ذات پر تا باندی پوه دی، ستا اوري او تا ویني.
۳- په یاد لره چې غوره اخلاق ثواب لري، او جنت ته د داخلېدو لامل ګرځي.
۴- د بد اخلاقو عواقب په یاد ولره او دا چې اور ته د ننوتلو لامل دي.
۵- ښه اخلاق د الله جل جلاله سره مينه او د مخلوق سره مينه پيدا کوي، او بد اخلاق د الله جل جلاله او د مخلوق کرکه راپاروي.
۶- د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سیرت لوستل او د هغه پیروی کول.
۷- له ښو خلکو سره ملګرتیا او د بدو خلکو له ملګرتیا ډډه کول.