د فقهې څانګه

ج- طهارت (پاکوالی): د ناپاکۍ لرې کول، او د پلیتۍ له منځه وړل دي.
د نجاست پاکي:
د مسلمان لپاره لازم دي چې هر هغه نجاست چې د هغه په بدن، جامو، یا د لمانځه په ځای کې وي، هغه لرې کړي.
د نجاست پاکوالی:
دا په اودس يا غسل، په پاکو اوبو يا تيمم سره کيږي، د هغه چا لپاره چې اوبه ورسره نه وي او يا يې استعمالولی نه شي.

ج- په اوبو سره په مينځلو تر هغه چې پاک شي.
- او هغه څه چې سپي ځټلی وي؛ اووه ځلې باید ومينځل شي لومړي ځل په خاورو سره.

ج- رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: "کله چې یو مسلمان بنده " - یا "مومن" - اودس وکړي، "بیا خپل مخ ومینځي؛ هره ګناه چې هغه په خپلو سترګو لیدلې وي له اوبو سره د هغه له مخ څخه وځي" - یا " د اوبو په وروستي څاڅکي سره" - " او هر کله چې خپل لاسونه ومینځي، د هغه له لاسونو څخه هره هغه ګناه چې لاسونو سره یی کړي وي په اوبو سره د هغه له لاسونو څخه وځي" - یا "د اوبو په وروستي څاڅکي سره" - کله چې هغه خپلې پښې ومینځی؛ هره ګناه یې چې په پښو سره ورتګ کړی وي د اوبو سره د هغه له پښو څخه وځي " - یا "د اوبو د وروستي څاڅکي سره" - "تر هغه چې هغه له ګناهونو پاک شي." مسلم روایت کړی.

ج- درې ځلې لاسونه مينځل.
درې ځلې مضمضه(خولې ته اوبه اچول)، استنشاق (پوزې ته اوبه اچول) او استنثار کول ( له پوزې څخه بیرته د اوبو سوڼکول).
مضمضه، د خولې مینځل: په خوله کې اوبه اچول، او د هغې اړول راړول او بېرته راویستل.
استنشاق، په ښې لاس سره پزې ته د هوا په کش کولو سره اوبه اچول.
استنثار، له پزې څخه اوبه ایستل: د استنشاق نه وروسته په چپ لاس له پزې څخه د اوبو ایستل دي.
بیا درې ځلې مخ پرېمینځل.
بیا لاسونه سره د څنګلو درې ځلې پرېمینځل.
بیا سر مسح کول،په لاسونو دې چې مخکې او وروسته یې کش کړې، او غوږونه مسح کړې.
بیا درې ځلې خپلې پښې سره د ښنګرو ومینځئ.
دا بشپړ اودس دی، او دا له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په بخاري او مسلم کې په احادیثو ثابت دی چې له عثمان، عبدالله بن زید او نورو څخه روایت شوی دی. او د هغه څخه په بخاري او نورو کې هم ثابت دي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم يو یو ځل اودس وکړ، او دوه دوه ځله يې اودس وکړ، يعنې: د اودس هر غړی يې يو يا دوه ځلې ومينځه.

ج – دا هغه څه دی چی د مسلمان اودس نه صحيح کيږي که يو يې پريږدي.
۱- د مخ مينځل، سره له مضمضې او استنشاق.
۲- د لاسونو مینځل تر څنګلو پورې.
۳- د غوږونو په شمول د سر مسح کول.
۴- د پښو مینځل تر ښنګرو پورې.
۵- د غړو تر مينځ ترتیب مراعاتول، لکه د مخ مينځل، بيا لاسونه، بيا د سر مسح، او بيا د پښو مينځل.
۶. موالات: یعنی په دوامداره توګه اودس کول، پرته له وقفې څخه تر څو چې د اوبو څخه غړی وچ شي.(یعنې مخکې لدې چې مخکې غړی وچ شي باید ورپسې نور غړي ژر ومینځل شي)
– لکه دا چې نيم اودس وکړي او نیم یی بل وخت پوره کړي، نو په دې شکل باندې اودس ي صحيح نه دی.

ج – د اودس سنتونه: هغه دي که ویې کړل؛ هغه ته اضافي اجر او ثواب دی، او که چېرته یې پرېښودل نو ګناه پرې نشته، او اودس یې صحیح دی.
۱- تسميه: بسم الله ويل.
۲- مسواک وهل.
۳- د لاسونو مینځل.
۴- د ګوتو خلالول.
۵- د اعضاوو دوه او درې ځلي مينځل.
۶- له ښي خوا پیل کول.
۷- له اودس څخه وروسته دعا: «أشهد أن لا إله إلا الله، وحده لا شريك له، وأشهد أن محمدًا عبده ورسوله».
"زه شاهدي ورکوم چې له الله پرته بل معبود نشته، هغه یوازې دی او شریک نه لري، او شاهدي ورکوم چې محمد د هغه بنده او رسول دی"
۸- له هغه وروسته دوه رکعته لمونځ کول.
۸- له هغه وروسته دوه رکعته لمونځ کول.

ج- هغه څه چې د دوو لارو؛ شرمګاه او مقعد څخه راوځي، له ادرارو، ډکو او یا تشو متیازو او یا باد څخه.
خوب، لیونتوب، یا بې هوښی.
د اوښ غوښه خوړل.
پرته له پردې څخه لاس سره د شرمګاه یا مقعد لمس کول.

ج- تيمم: د خاورې او د ځمکې د نورو برخو استعمال ته تيمم وايي، کله چې اوبه شتون و نه لري او يا د عذر له امله یې استعمالولی نه شي.

ج- په ورغوو سره یو ځل د زمکې وهل، او د مخ او لاسونو شاګانې پرې یو ځل مسح کول

ج- ټول هغه څه چې اودس ماتوي.
کله چې اوبه وموندل شي.

ج- موزې (خفین): هغه څرمن چې په پښه اغوستل کیږي.
جرابې:
هغه څه چې د څرمن پرته په پښه کې اغوستل کیږي.
د پښو مینځلو پر ځای دې باندې مسح کول روا دي.

ج – آساني او د تکلیف کمول پر بنده ګانو، په ځانګړې توګه د یخنۍ، ژمي او سفر په وخت کې، کله چې په پښو کې څه شی لرې کول ستونزمن وي.

ج- ۱- د موزو (خفینو) اغوستل د پاکوالي په حالت کې، يعني له اودس نه وروسته.
۲- موزې (خفین) بايد پاکې وي نو په ناپاک مسح کول روا ندي.
۳- موزې (خفینو) بايد هغه ځای پټ کړی وي چې په اودس کې یې وینځل لازم وي.
۴- مسح بايد په ټاکلې مودې کې وي، د مقیم او غير مسافر لپاره: یوه شپه او ورځ، او د مسافر لپاره: درې ورځې او شپې.

ج- د مسحې کولو طریقه دا ده: د لاسونو لمدې ګوتې به د پښو په ګوتو کېږدي بیا دې پورته تر لينگي پورې کش کړي، ښۍ پښه په ښي لاس او چپه پښه دې په چپ لاس مسح کړی، او د مسحې په وخت کی به خپلې ګوتې پرانيزي او تکرار به نه کوي.

ج ۱- د مسحې کولو د مودې ختمېدل، د شريعت د ټاکلې مودې له تېرېدو وروسته په موزو باندې مسح کول روا ندي، د مقیم لپاره يوه ورځ او يوه شپه، او درې ورځې او شپې د مسافر لپاره.
۲- د موزو (خفينو) ويستل، كه څوک له مسحې كولو وروسته د دواړو پښو موزې يا يو له هغو څخه وباسي نو مسح يې باطل ده.

ج- لمونځ: په خاصو ويناوو او کړنو سره د الله جل جلاله عبادت دی، په تکبیر سره پیل او په سلام سره پای ته رسول دي.

ج- لمونځ په هر مسلمان فرض دی.
الله تعالی فرمايي:
﴿إِنَّ الصَّلَاةَ كَانَتْ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ كِتَابًا مَوْقُوتًا 103﴾
بېشكه لمونځ په مومنانو باندې په (معلومو) وختونو كې فرض كړى شوى دى. [سورة النساء: 103].

ج- لمونځ پرېښودل کفر دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: "زموږ او د دوی تر منځ تړون لمونځ دی، نو چا چې دا پرېښود، هغه كافر شو." د احمد او ترمذي او نورو روايت.

ج- په ورځ او شپه کې پنځه وخته لمونځ فرض دی، د سهار لمونځ: دوه رکعته، د ماپښین لمونځ: څلور رکعته، د مازیګر لمونځ: څلور رکعته، د ماښام لمونځ: درې رکعته، او د ماخستن لمونځ: څلور رکعته دي.

ج- ۱- اسلام؛ نو د کافر لمونځ صحیح ندی.
۲- عقل؛ نو د لیوني لمونځ صحیح ندی.
۳. تمیز؛ نو د کوچني ماشوم چی توپیر نشي کولای د هغه لمونځ صحیح ندی.
۴- نیت.
۵- د وخت داخلیدل.
۶- پاکوالی او د بې اودسۍ لرې کول.
۷- له نجاست نه پاکوالی.
۸- د عورت پټول.
۹ – قبلې ته مخامخ کېدل.

ج- څوارلس رکنونه لري، چې په لاندې ډول دي:
یو له هغو څخه: هغه څوک چی د دریدلو توان لری باید په فرض لمونځ کې ودریږي.
تکبیر تحریمه، او هغه: «الله اکبر» دی.
د فاتحې سورت لوستل.
رکوع کول، خپله شا باید یو برابر وساتي او خپل سر دې ورسره برابر کړي.
له رکوع څخه پورته کیدل.
برابر دریدل.
سجده کول، او د سجدې ځای باندی خپل تندی، پوزه، لاسونه، زنګنونه او د پښو د ګوتو څوکې لګول.
د سجدې څخه پورته کیدل.
د دوو سجدو تر منځ کیناستل.
سنت دا دي چې:
چپه پښه وغځول شي او هغې باندې کېني، ښۍ پښه دې قبلې خوا ته ولاړه وساتي.
اطمینان او آرامتیا، او هغه په هر فعلی رکن کی باید خپله آرامتیا وساتی.
وروستی تشهد.
هغه ته کښیناستل.
دوه تسلیمه، او هغه دا چې دوه ځلې ووایي: "السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته."
د رکنونو ترتیب - لکه څرنګه چې موږ یادونه وکړه - د مثال په توګه، که هغه په قصدي توګه له رکوع څخه مخکې سجده وکړه؛ لمونځ یي باطل شو؛ او که یې په سهوه کې وکړه ورباندې لازم دي چې رکوع وکړي او بیا سجده وکړي.

ج- د لمانځه واجبات اته دي، او په لاندې ډول دي:
۱- د تکبیر تحریمې څخه پرته نور تکبیرونه.
۲- د (سمع الله لمن حمده) وییل، د امام او ځانته لمونځ کوونکي لپاره.
۳- د (ربنا و لک الحمد) وییل.
۴- د (سبحان ربي العظیم) ويیل، یو ځلې په رکوع کې.
۵- د (سبحان ربي الاعلی) ويیل، یو ځلی په سجده کې.
۶- د (رب اغفر لی) ويل، د دوو سجدو په مینځ کې.
۷- لومړی تشهد.
۸- د لومړي تشهد لپاره ناسته.

ج- یوولس سنتونه دي، په لاندې ډول:
۱- د تکبیر تحریمې له ویلو څخه وروسته باید ووایي: « سُبْحَنَکَ اللَّهُمَّ وَ بِحَمْدِکَ وَتَبَارَکَ اسْمُکَ ،وَ تَعَالَی جَدُّکَ وَلَا اِلَهَ غَيْرُک.ای الله پاکي او ستاینې یواځې تا لره دي او نوم دي مبارک دی،شان دې لوړدی او له تا پرته بل معبود نشته.او دی ته د استفتاح دعا ویل کیږي.
۲. تعوذ: اَعُوْذُ بِاللهِ مِنَ الشَّيْطَنِ الرَّجِيْمِ . پناه وړم الله ته له رټلي شیطان څخه
۳. بسم الله پوره ویل(بسم الله الرحمن الرحیم)
۴- د آمین ويل.
۵- له فاتحې وروسته د سورت لوستل.
۶- د امام لپاره په لوړ آواز قراءت کول.(جهري لمونځ کې)
- له سمع الله لمن حمده څخه وروسته: "ملء السَّمٰوات، وملء الأرض، وملء ما شئت من شيء بعد". وییل : یعنې ؛د آسمانونه په اندازه، د زمکې په اندازه، او د هر هغه څه چې ته یی غواړې د هغی په اندازه. (دې حمد او ثنا وي )
۸- د رکوع په تسبيح کې له يو ځل څخه زيات وییل: یعني: دویم او دریم ځل تسبیح او یا له دې څخه ډیر.
۹- په سجده کې له یو ځل څخه زیاد د تسبیحاتو وییل
۱۰- هغه څه چې د دوو سجدو په منځ کې یې له یو ځل څخه زیات ووایی: رب اغفر لي، یعنی ای ربه ما وبخښه.
۱۱- ۱۱- په وروستي تشهد کې د هغه پر کورنۍ، پر هغه او هغوی باندې درود او سلام او له هغه وروسته دعا.
څلورم:
فعلی سنتونه، او هیئات بلل کېږي:
۱- تکبیر تحريمې سره د لاسونو پورته کول.
۲- او د رکوع پر مهال.
۳- د ركوع څخه د پورته کیدو پر مهال.
۴- او له هغه وروسته یې ښکته کول.
۵- ښي لاس په چپ لاس باندی ایښودل.
۶- د سجدې ځای ته کتل.
۷- د ودریدلو پر مهال د پښو جلا کول.
۸- په خپلو لاسونو يې زنګونونه کلک نیولي وي، په داسی حال کی چی ګوتې يې په رکوع کې پرانستې وي،او ملا یې همواره اوږده کړې وي او سر یې هم د ملا سره برابر نیولی وي.(نه کښته وي او نه پورته)
۹- د سجدې غړي باید زمکې باندې د سجدې پر ځای ونښلوي.
۱۰- مټې له تشو څخه جلا کول، او خیټه له ورنونو څخه او ورنونه له پنډیو څخه، او د پنډیو او دزنګونونو تر مینځ جداوالی،او د پښو نیغ درول، د پښو د ګوتو ګیډې په ځمکه کېښودل پداسې حال کې چې سره جلا وي، او لاسونه د اوږو برابر اېښودل په داسې حال کې چې ګوتې خورې او یو بل سره نښتې وي.
۱۱- د دوو سجدو تر منځ غوړیدلی کیناستل، او په لومړي تشهد کې هم او په دویم کې تورک کول.(چپه پښه د ښۍ پښې د لینګي څخه لاندې کړې او ښۍ پښه نیغه ودروې او په چپ کوناټي کښینې. دې ته تورک وایې)
۱۲- د دواړو سجدو په منځ کې لاسونه په غځیدلی شکل باندی په ورنونو ایښودل، او د دو سجدو په منځ کې ګوتې باید یو بل سره نښتی وي، او همدا رنګه په تشهد کې هم، مګر دا چې د ښي لاس سلطانۍ او خچکۍ (څلورمه او پنځمه) ګوتې ونیول شي، غټه او منځنی ګوتې سره حلقه کړاي شی، او د الله ذکر په وخت کې د شهادت ګوتی سره اشاره وشی.
۱۳- د سلام په وخت کې ښي او چپ لوري ته مخ کول.

ج- (۱) د لمانځه د یو رکن او یا د شرطونو نه یو شرط پرېښودل.
(۲) قصداً خبرې کول.
(۳) خوړل او څښل.
(4) ډیر پرله پسې حرکتونه.
(۵) د لمانځه د واجباتو څخه یو واجب په قصدي توګه پرېښودل.

ج- د لمانځه طریقه :
۱- په ټول بدن سره قبلې ته مخامخ کېدل، پرته له انحراف او یو خوا او بل خوا کتلو څخه.
۲- بيا به په زړه کړې پرته له تلفظ کولو څخه د هغه لمانځه نیت کوي چې د کولو اراده یې لري.
۳- بيا تکبير تحریمه وايي، او وايي چې: الله اکبر، یعنی الله لوى دى، او د تکبير د ويلو په وخت کې خپل لاسونه تر اوږو پورې پورته کوي.
۴- بيا د سینې د پاسه د ښي لاس ورغوی د چپ لاس په شا باندی ږدي.
۵- بیا شروع کوي او وایي: اللهم باعد بيني وبين خطاياي كما باعدت بين المشرق والمغرب، اللهم نقني من خطاياي كما يُنقى الثوب الأبيض من الدنس، اللهم اغسلني من خطاياي بالماء والثلج والبرد».
ای الله ما له ګناهونو څخه داسې جلا کړه لکه څنګه چې تا ختيځ له لویدیځ څخه لرې کړی، ای الله ما له ګناهونو څخه داسې پاک کړه لکه سپینه جامه چې له کثافاتو څخه پاکیږي، ای الله ما له ګناهونو څخه په اوبو، واورو او ګلۍ سره پاک کړه.
یا وایي:
سُبْحَنَکَ اللَّهُمَّ وَ بِحَمْدِکَ وَتَبَرَکَ اسْمُکَ ،وَ تَعَالَی جَدُّکَ وَلَا اِلَهَ غَيْرُکَ.
اې الله! پاکي او ستاینې یوازې تالره دي او نوم دي مبارک دی، شان دې لوړدی او له تا پرته بل معبود نشته .
۶- بیا تعوذ وايي: اَعُوْذُ بِاللهِ مِنَ الشَّيْطَنِ الرَّجِيْمِ .
زه الله ته پناه وروړم له رټلي شیطان څخه. ۷- بیا بسم الله او د فاتحې سورت لولي، نو وایې: ﴿بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيمِ 1
د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زيات مهربان، همیشه رحم كوونكى دى. الْحَمْدُ للّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ 2
ټول (د كمال) صفتونه خاص د الله لپاره دي چې د ټولو عالَمونو ښه پالونكى دى الرَّحْمـنِ الرَّحِيمِ 3
ډېر زيات مهربان، همیشه رحم كوونكى دى مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ
د بَدلې د ورځې مالك دى 4 إِيَّاكَ نَعْبُدُ وإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ 5
مونږ خاص ستا عبادت كوو او خاص له تا نه مدد غواړو اهدِنَــــا الصِّرَاطَ المُستَقِيمَ 6
ته مونږ ته سَمَه (نېغه) لاره وښَيَه صِرَاطَ الَّذِينَ أَنعَمتَ عَلَيهِمْ غَيرِ المَغضُوبِ عَلَيهِمْ وَلاَ الضَّالِّينَ 7﴾
د هغو خلکو لاره چې تا پر هغوى باندې انعام كړى دى؛ نه غضب کړای شوى دي او نه ګمراهان دي. [سورة الفاتحة:1-7].
بيا وايي:
(آمين) يعنې: اې الله قبول یی کړه.
۸- بیا دې هغه قران ولولي چې ورته اسان وي او د سهار په لمانځه کې دې تلاوت اوږدوي.
۹- بیا رکوع کوي، یعنې: د الله د تعظیم لپاره سر ښکته کوی ، او د رکوع په وخت کې تکبیر وایي، او لاسونه د اوږو پورې پورته کوي. او سنت دا دي چې: خپله شا اوږده کړي(همواره)، او خپل سر ور سره برابر کړي، او لاسونه پر زنګنونو کېږدي او ګوتې يې جلا سره وي.
۱۰- په رکوع کې درې ځلې: «سُبْحَانَ اللَّهِ الْعَظِيْمِ» وايي او که دا ووايي: « سبحانك اللهم وبحمدك، اللهم اغفر لي(۱). نو غوره ده .اې الله! پاکي او ستاینې یوازې تالره دي، یا الله ما ته بخښنه و کړه.
۱۱- بیا خپل سر له رکوع څخه پورته کوي او وایی: سمع الله لمن حمده " الله د ثنا ویونکو ستاینه واورېده." بیا لاسونه پورته کوي تر اوږو پوري، او مقتدي دا نه وايي: " سمع الله لمن حمده " بلکه وايي: ربنا ولك الحمد ، "زموږ ربه ستاینه خاص تا لره ده."
۱۲- بیا له پورته کیدو وروسته وايي: : «ربنا ولك الحمد، ملء السماوات والأرض، وملء ما شئت من شيء بعد».
"زموږ ربه ستا ستاینه ده، د آسمانونو او ځمکې د ډکوالي په اندازه او د هغه څه د ډکوالي په اندازه چې تاسو یې غواړئ."
۱۳- بیا لومړۍ سجده کوي، او د سجدې پر مهال وایی: الله أكبر"الله لوی دی" او په اوو غړو سجده کوي:
تندی سره د پزې، لاسونه، زنګنونه، د پښو سرونه، او خپلې مټې به له اړخونو څخه لرې ساتي، څنګلي به په ځمکه نه خپروي، او د ګوتو سرونه به قبلې ته مخامخ کوي.
۱۴- په سجده کې درې ځلې: " سبحان ربي الأعلى "وايي او که یې دا الفاظ ورزیات کړل: "«سبحانك اللهم ربنا وبحمدك، اللهم اغفر لي " نو غوره ده.
اې الله! پاکي او ستاینې یوازې تالره دي، یا الله ما ته بخښنه و کړه.
۱۵- بیا له سجدې څخه سر پورته کوي او وایي: الله أكبر (الله لوی دی).
۱۶- بیا د دواړو سجدو په مینځ کې په چپه پښه کښیني، ښۍ پښه ودروي، خپل ښی لاس د خپل ښۍ پښې په ورون زنګون ته نږدې ږدي، او د ښي لاس سلطانۍ او خچه (څلورمه او پنځمه) ګوته کلکې نیسی، غټه او منځنۍ ګوتې سره حلقه کوي، او د دعا په وخت کې د شهادت ګوتې سره اشاره کوي، او خپل کیڼ لاس د ګوتو په خپرولو سره په چپ ورون ږدي په هغه ځای کې چې زنګون ته نږدی دی.
۱۷- د دوو سجدو تر منځ د ناستې په وخت کي وايي: «رب اغفر لي، وارحمني، واهدني، وارزقني، واجبرني، وعافني».
" ای ربه، ما ته بخښنه وکړه، پر ما رحم وکړه، ما ته لارښوونه وکړه، ما ته روزي راکړه، زما په زړه پټۍ ولګوه، او زما حفاظت وکړي."
۱۸- بيا لکه د لومړۍ سجدې به څېر دویمه سجده کوي، او د سجدې پر مهال تکبير وايي.
۱۹- بیا له دویمې سجدې څخه پاڅیږي او وایي: الله أكبر «الله لوی دی» او دویم رکعت لکه د لومړي رکعت په څیر اداء کوي، مګر دا چې په هغه کې استفتاحیه دعا نه وایی.
۲۰- بیا د دویم رکعت له پای ته رسیدو وروسته کښيني او وايي: الله اكبر، «الله لوی دی» او کښيني څرنګه چی د دوو سجدو په منځ کې ناست و.
۲۱ - په دې ناسته کې تشهد ويل کيږي او وايي : «التحيات لله والصلوات والطيبات، السلام عليك أيها النبي ورحمة الله وبركاته، السلام علينا وعلى عباد الله الصالحين، أشهد أن لا إله إلا الله، وأشهد أن محمداً عبده ورسوله، اللهم صلِّ على محمد وعلى آل محمد، كما صليت على إبراهيم وعلى آل إبراهيم، إنك حميد مجيد، وبارك على محمد وعلى آل محمد، كما باركت على إبراهيم وعلى آل إبراهيم، إنك حميد مجيد. أعوذ بالله من عذاب جهنم، ومن عذاب القبر، ومن فتنة المحيا والممات، ومن فتنة المسيح الدجال»،
«ثنا، ستاینه او پاکي الله لره دي، ای نبي! پرتا دې سلام، د الله رحمت او برکتونه دې وي، پرمونږ او د الله پر نیکو بندګانو دې سلام وي، شاهدي ورکوم چې بې له الله پرته بل لایق د عبادت نشته او شاهدي ورکوم چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله بنده او رسول دی یا الله! پر محمد صلی الله علیه وسلم او دهغه پرکورنۍ رحمت ووروه، لکه پر ابراهیم علیه السلام او د هغه پرکورنۍ دې چې لورولی ، بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې .ای الله !پر محمد او دهغه پر کورنۍ برکتونه ووروه، لکه پر ابراهیم علیه السلام او دهغه پرکورنۍ دې چې ورولي وو، بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې . زه د دوزخ له عذابه، د قبر له عذابه، د ژوند او مرګ له فتنو او د دجال له فتنو څخه په الله پناه غواړم.» بيا له خپل رب څخه د دنيا او آخرت د خير غوښتنه کوي.
۲۲- بیا ښي اړخ ته سلام اړوي وایي: السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته) او چپ طرف ته هم همداسې.
۲۳ – که لمونځ درې یا څلور رکعتي وی، د لومړي تشهد په پای کې «أشهد أن لا إله إلا الله، و أشهد أن محمداً عبده ورسوله». یعنی زه شاهدي ورکوم چې له الله پرته بل معبود نشته او شاهدي ورکوم چې محمد د هغه بنده او رسول دی» توقف کوي.
۲۴- بیا پاڅیږي او وایي: الله أكبر «الله لوی دی» او په دې وخت کې د اوږو پوری لاسونه پورته کوي.
۲۵- بيا خپل پاتې لمونځ لکه د د دویم رکعت په څېر ادا کوي، خو د فاتحې په ویلو بسنه کوي.
۲۶ – بیا په متورک شکل کینی نو خپله ښی پښه ودروي او چپه پښه به له ښۍ پښې د ساق لاندې تیروی او خپل مقعد به په ځمکه نښلوی، او لاسونه به په ورنو کېږدی په هغه طریقه لکه څنکه یې چې په تشهد اول کې ایښي وو.
۲۷ – په دې ناسته کې ټول تشهد ويل کيږي.
۲۸- بیا شې لورې ته سلام اړوي وایې: «السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته» او چپ طرف ته هم.

ج- أَسْـتَغْفِرُ الله ، "زه د الله څخه بخښنه غواړم" درې ځله.
- «اللّهُـمَّ أَنْـتَ السَّلامُ، وَمِـنْكَ السَّلام، تَبارَكْتَ يا ذا الجَـلالِ وَالإِكْـرام».
- "اې الله، ته سلام یې، او ستا د طرفه سلامتیا ده، ته برکت ورکولو والا ذات یې، ای د عظمت او عزت خاونده."
- «لا إلهَ إلاّ اللّهُ وحدَهُ لا شريكَ لهُ، لهُ المُـلْكُ ولهُ الحَمْد، وهوَ على كلّ شَيءٍ قَدير، اللّهُـمَّ لا مانِعَ لِما أَعْطَـيْت، وَلا مُعْطِـيَ لِما مَنَـعْت، وَلا يَنْفَـعُ ذا الجَـدِّ مِنْـكَ الجَـد».
- له الله پرته بل معبود نشته، یوازی، بې شریکه دی، هغه لره پاچاهي ده او هغه لره ستاینه ده او هغه پر هر څه قادر دی، ای الله! هر څه چې ورکوې څوک یی مخه نشي نیولی، او هر څه چی له چا څخه منع کوې څوک یی نشي ور کولی.فایده نه شي ورکولای خاوند د شرافت او مرتبې ته ستا د عذاب په مقابل کې شرافت او مرتبه د هغه.
- «لا إلهَ إلاّ الله، وحدَهُ لا شريكَ لهُ، لهُ الملكُ ولهُ الحَمد، وهوَ على كلّ شيءٍ قدير، لا حَـوْلَ وَلا قـوَّةَ إِلاّ بِاللهِ، لا إلهَ إلاّ الله، وَلا نَعْـبُـدُ إِلاّ إيّـاه، لَهُ النِّعْـمَةُ وَلَهُ الفَضْل وَلَهُ الثَّـناءُ الحَـسَن، لا إلهَ إلاّ الله مخْلِصـينَ لَـهُ الدِّينَ وَلَوْ كَـرِهَ الكـافِرون».

"له الله پرته بل معبود نشته، یوازینی، بې شریکه دی، پاچایي د هغه ده او ستاینه همغه لره ده، او هغه په هر څه قادر دی، د الله نشته له بدۍ اړول او په نیکۍ توفیق ورکول مګر د الله په مدد، د الله پرته بل معبود نشته، او موږ د بل چا عبادت نه کوو مګر د لوی الله، الله لره لورینه او غوره والی او نیکه ستاینه ده، نشته بل معبود پرته د لوی الله څخه، هغه ته په دین کې مخلص یو، که څه هم کافران یې بد ګڼي.
- «سُـبْحانَ اللهِ »دري دېرش ځلې.
«الحَمْـدُ لله»دري دېرش ځلې.
«اللهُ أكْـبَر»دري دېرش ځلې.
بیا د سل پوره کولو لپاره وايي:
«لا إله إلا الله وحده لا شريك له، له الملك وله الحمد، وهو على كل شيء قدير».
"له الله پرته بل معبود نشته هغه یو دی شریک نه لري، د هغه لپاره پاچاهي ده او د هغه لپاره ستاینه ده، او هغه په هر څه قادر دی."
د الِاخلاص سورت او معوذات(۱) تلاوت کوي. درې ځلې د سهار او ماښام له لمانځه وروسته او يو ځل له نورو لمونځونو څخه وروسته.
- یو ځل آیت الکرسي وایي.

ج – دوه رکعته مخکې له سهارد لمانځه نه.
څلور رکعته له ماسپښین نه مخکې.
دوه رکعته له ماسپښین نه وروسته.
دوه رکعته د ماښام د لمانځه نه وروسته.
دوه رکعته د ماخستن د لمانخه نه وروسته.
فضیلت یی:
رسول الله ﷺ فرمایلي دي: چا چې په شپه او ورځ کې دولس رکعته نفل(۱) لمونځ ادا کړ، الله تعالی به ورته په جنت کې کور جوړ کړي. مسلم، احمد او نورو روایت کړی.

ج- د جمعې ورځ، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دي: په ورځو کې غوره ورځ ستاسو د پاره جمعه ده، پدې کې آدم پيدا شوی او پ همدې کې وفات شوی، په همدې ورځ صور(شپیلۍ) غږول کیږي او په همدې ورځ به عمومي مرګ وي(قیامت)، نو پر ما باندې زيات درود ووایئ، ځکه چی ستاسو درود ما ته وړاندې کېږي. هغه وایی: هغوی وویل: ای د الله رسوله، زموږ درود څنګه تاته وړاندې کېږي، حال دا چې ته خاورې شوی یی؟ - وايي خاوری شوی یی - هغه وویل: "الله جل جلاله پر ځمکه د پیغمبرانو جسدونه حرام کړي دي." ابو داود او نورو روایت کړی.

ج- په هر بالغ، عاقل او مقیم، نارینه مسلمان باندی فرض عین دی.
الله تعالی فرمايي:
﴿ يَٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ إِذَا نُودِيَ لِلصَّلَوةِ مِن يَوۡمِ ٱلۡجُمُعَةِ فَٱسۡعَوۡاْ إِلَى ذِكۡرِ ٱللَّهِ وَذَرُواْ ٱلۡبَيۡعَۚ ذَلِكُمۡ خَيۡرٞ لَّكُمۡ إِن كُنتُمۡ تَعۡلَمُونَ 9﴾
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې د جمعې د ورځې د لمانځه لپاره اذان وویلى شي، نو تاسو د الله د ذكر (لمونځ) اهتمام وکړئ او اخيستل خرڅول پرېږدئ، دا ستاسو لپاره ډېر غوره دي كه تاسو پوهېږئ [سورة الجمعة٩].

الآیة فی سورة الجمعة کما نبه علی ‍‍‍ذلک المترجم جزاه الله خیرا

ج – د جمعې د لمانځه د رکعتونو شمېر دوه رکعته دی چې امام پکې په جهر سره قراءت کوي، هغه (لمونځ ) چې ورڅخه وړاندې دوه مشهورې خطبې وي.

ج – له شرعي عذر پرته د جمعې له لمانځه څخه تخلف او نه ادا کول یې جواز نلری، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: "څوک چې درې جمعې د سستۍ او تنبلۍ له امله پریږدي؛ الله د هغه په زړه باندې مهر لګوی. ابو داود او نورو روایت کړی.

ج-
۱- غسل کول.
۲- خوشبویی استعمالول.
۳- غوره جامې اغوستل.
۴- جومات ته وختي تلل.
۵- پر رسول الله صلی الله علیه وسلم ډېر درود ویل.
۶- د سورت الکهف تلاوت کول.
۷- جومات ته پیاده تلل.
۸- د دعا د قبلیدلو لپاره د قبلیدو د وخت پلټنه.

ج – له عبدالله بن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "د جماعت لمونځ له يوازي لمانځه څخه اوه ویشت درجې غوره دى." مسلم روایت کړی.

ج – د زړه حضور او د غړو سکون په لمونځ کی.
الله تعالی فرمايي:
﴿قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ 1
یقینًا مومنان كامیاب شول الَّذِينَ هُمْ فِي صَلَاتِهِمْ خَاشِعُونَ 2﴾

هغه چې هغوى په خپلو لمونځونو كې خشوع كوونكي دي [سورة المؤمنون: 1، 2].

ج – په ځانګړې مال کې، ځانګړی حق دی په ځانګړي وخت کې د ځانګړو خلکو لپاره
- دا د اسلام له ارکانو څخه یو رکن دی، او فرضي صدقه ده چې له شتمنو څخه اخیستل کیږي او غریبانو ته ورکول کیږي.
الله تعالی فرمايي:
﴿وَآتُوا الزَّكَاةَ﴾
او زكات وركړئ [سورة البقرة: 43].

ج – هغه پرته له زکات څخه وي لکه خیرات کول په هر یو شی چې وي د خیر په کارونو کی او په هر وخت کې چې وي.
الله تعالی فرمايي:
﴿وَأَنْفِقُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ﴾
او د الله په لاره كې خرڅ كوئ [سورة البقرة: 195].

ج- الله جل جلاله ته د عبادت کولو په موخه د روژې د ماتونکو څيزونو څخه لاس نیول دي له سهاره تر لمر لوېدو پورې د نيت سره، او هغه په دوه ډوله ده:
فرضي روژې: لکه د رمضان د میاشتې روژه چې د اسلام له ارکانو څخه ده.
الله تعالی فرمايي:
﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ 183﴾
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! پر تاسو باندې روژه فرض كړى شوې ده لكه چې فرض كړى شوې وه پر هغو كسانو چې له تاسو نه مخكې وو، د دې لپاره چې تاسو متقیان شئ. [سورة البقرة: 183].
او غیر فرضي روژې:
لکه د هرې اونۍ د دوشنبې او پنجشنبې روژه، او د هرې میاشتې د ایام البیض درې ورځې روژه نیول دی، چې غوره یې د هرې قمري میاشتې (۱۳، ۱۴، ۱۵) ورځې دي.

ج- له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څوک چې د رمضان روژه په ایمان او د ثواب په نیت ونیسي؛ د هغه مخکني ګناهونه بښل کیږي.» متفق عليه.

ج – له ابو سعید الخدري رضی الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "هیڅ بنده نشته چې د الله په لاره کې یوه ورځ روژه ونیسي، مګر دا چې په دې ورځ به الله د هغه مخ د اویا کلونو په اندازه له اور څخه لرې کړي." متفق عليه.
- د "اویا مني" معنی؛ یعنی: اویا کاله.(۱)

ج-۱- په قصد سره خوړل او څښل.
۲- قصداً کانګې (استفراق)کول.
۳- له اسلام څخه وتل (ارتداد).

ج-۱- روژه ماتي کې چټکی.(۱)
۲- پیشلمی (سحری) او د هغې ځنډ.(۱)
۳- ښېګڼو او عبادتونو کی زیاتوالی.
۴- کله چې روژه نیونکي ته کنځل وشي،ورته دې ووايي چی: زه روژه یم.
۵- د روژه ماتی په وخت کې دعا.(۱)
۶- په تازه خرما(رطب) يا کجوري سره روژه ماتول، که ونه موندل شي؛ په اوبو باندی دې روژه ماته شی.

ج – حج: د الله تعالی عبادت دی چې د هغه د سپېڅلي کور په نیت په ټاکلي وخت کې د ځانګړو اعمالو لپاره ترسره کیږي.
الله تعالی فرمايي:
﴿وَلِلَّهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَيْتِ مَنِ اسْتَطَاعَ إِلَيْهِ سَبِيلًا وَمَنْ كَفَرَ فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِينَ 97﴾
او خاص د الله لپاره په خلقو باندې د (هغه د) كور كول فرض دي، په هغه چا باندې چې هغه د لارې وسَ ولري او څوك چې كافر شو، نو بېشكه الله له مخلوقاتو نه بېخي بې پروا دى. [سورة آل عمران: 97].

ج-۱- احرام.
۲- عرفات کی دریدل.
۳- طواف افاضه.
۴- د صفا او مروه تر مینځ سعی.

ج – له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي چې ویل یې: "څوک چې حج د الله لپاره وکړي، فحشا او بد اخلاقی و نه کړي، هغه د هغې ورځې په څیر بیرته راستنیږی چې مور زیږیدلی و. بخاري او نورو روایت کړی.
- "لکه څنګه چې د هغه مور په هماغه ورځ زیږیولی وي": یعني بې ګناه.

ج- عمره: د الله تعالی عبادت دی چې د هغه د سپیڅلي کور په نیت په هر وخت کې د ځانګړو اعمالو لپاره ترسره کیږي.

ج-۱- احرام.
۲- د کعبې طواف.
۳- د صفا او مروه تر مینځ سعی.

ج – د اسلام د خپراوي لپاره کوښښ او هلې ځلې کول، د هغه او د هغه د اهل څخه دفاع کول، او یا د اسلام او د هغه د اهل له دښمن سره جګړه کول دۍ.
الله تعالی فرمايي:
﴿وَجَاهِدُوا بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنْفُسِكُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ 41﴾
په مالونو او ځانونو سره د الله په لار كې جهاد كوئ، دا ستاسو لپاره ډېر غوره دی، كه تاسو پوهېږئ. [سورة التوبة: 41].