د عقیدې څانګه

ج – زما رب الله هغه ذات دی چې زه او ټول مخلوقات یې په خپلو نعمتونو پاللي یو
اودلیل: د الله تعالی وینا ده: ﴿الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ 2﴾
ټول (د کمال) صفتونه خاص د الله لپاره دي چې د ټولو عالَمونو ښه پالونکى دى [سورة الفاتحة: 2].

ج- زما دين اسلام دى، او هغه دا دی چې: الله ته په یوالي، او اطاعت سره تسليمېدل، او له شرک او د هغه له پلویانو څخه بېزاري.
الله تعالی فرمايي :
﴿إِنَّ الدِّينَ عِنْدَ اللَّهِ الْإِسْلَامُ ...﴾
بېشکه (معتبر) دین د الله په نزد اسلام دى. [سورة آل عمران: 19].

ج- محمد صلی الله علیه وسلم.
الله تعالی فرمايي:
﴿مُّحَمَّدٌ رَّسُولُ ٱللَّهِۚ ...﴾
محمد د الله رسول دی [سورة الفتح: 29].

ج - د توحید کلمه " لا إله إلا الله " او معنی یې داده چې: له الله پرته بل حقیقي معبود نشته.
الله تعالی فرمايي:
﴿فَاعْلَمْ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ ...﴾
نو ته پوه شه چې بېشکه شان دا دى چې د عبادت هېڅ لايق نشته مګر الله دى. [سورة محمد: 19].

ج – الله په آسمان کې پر عرش باندې دی، له ټولو مخلوقاتو پورته دی، الله تعالی فرمايي: ﴿الرَّحْمَنُ عَلَى الْعَرْشِ اسْتَوَى 5﴾
رحمٰن ذات د عرش د پاسه دی(څنګه چې د هغه د شان سره ښای) [سورة طه: 5]. الله تعالی فرمايي: ﴿وَهُوَ ٱلۡقَاهِرُ فَوۡقَ عِبَادِهِۦۚ وَهُوَ ٱلۡحَکيمُ ٱلۡخَبِيرُ 18﴾
او همدى غالب دى، د خپلو بنده ګانو له پاسه دى او همدى ښه حکمت والا، ښه خبردار دى [سورة الأنعام: 18].

ج – معنی یې دا ده: چې الله تعالی هغه د عالمیانو لپاره زیری ورکونکی او ویرونکی رالیږلی دی.
ضرور داده چی:

۱- په هغه څه چې یې امر کړی اطاعت یې وشی.
۲- تصدیق د هغه څه چی خبر یې ورکړی.
۳- د هغه نافرماني نه کول.
۴- د الله عبادت نه کول مګر د هغه د شریعت مطابق، او د هغه د سنتو پیروي او د بدعت پرېښودل دي.
الله تعالی فرمايي:

﴿مَنْ يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللَّهَ ...﴾ [سورة النساء: 80].
چا چې د رسول اطاعت وکړ، نو یقینًا هغه د الله اطاعت وکړ، او الله تعالی فرمايي: ﴿وَمَا يَنْطِقُ عَنِ الْهَوَى 3 إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْيٌ يُوحَى 4﴾
او دى له خپل خواهش نه خبرې نه کوي. ندى دا (قرآن) مګر وحې چې (ده ته) وحې کېږي. [سورة النجم: 3، 4]. او الله تعالی فرمايي: ﴿لَقَدْ کانَ لَکمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَنْ کانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَکرَ اللَّهَ کثِيرًا 21﴾
یقینًا تاسو لپاره په رسول الله کې ډېره ښه اقتدا ده، د هغه چا لپاره چې د الله او د وروستنۍ ورځې امېد لري او الله ډېر زیات یادوي. [سورة الأحزاب: 21].

ج – موږ یې یوازي خپل عبادت ته پیدا کړي یو، چی هیڅ شریک نلری.
نه د لهو او لوبو لپاره.
الله تعالی فرمايي:
﴿وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ 56﴾
او ما پېریان او انسانان ندي پیدا کړي مګر د دې لپاره چې دوى زما عبادت وکړي [سورة الذاريات: 56].

ج- عبادت یو جامع نوم دی د هر هغه څه لپاره چې الله یې خوښوي او راضی کیږی، که هغه ظاهري او باطني خبره یا عمل وی.
ظاهري:
لکه د الله یادول په ژبه باندې سبحان الله،الحمدلله،الله اکبر، لمونځ او یا حج وي.
باطني:
لکه: توکل، وېره او امید.

ج- زموږ تر ټولو لویه دنده: الله تعالی په یووالي سره منل دي.

ج-۱- د ربوبیت توحید: ایمان لرل پر دې چې الله خالق، رازق، مالک او چاره سموونکی دی، یواځې دی او له ځان سره بل شریک نلري.
۲- د الوهیت توحید: یوازې د الله جل جلاله عبادت کول دي، نو له الله تعالی پرته د بل چا عبادت دې و نه شي.
۳- د اسما او صفاتو توحید: د الله تعالی په نومونو او صفاتو باندې ايمان لرل دي چې په قرآن او سنت کې ذکر شوي دي، پرته له تمثیل (بیلګې بیانولو)، تشبيه(د مخلوق سره تشبیه ورکولو) او تعطیل(له معنا څخه یې د انکار کولو) څخه.
او د دریو توحيدونو د ډولونو ثبوت په اړه الله تعالی فرمایی:
﴿رَّبُّ ٱلسَّمَـوَ ⁠تِ وَٱلۡأَرۡضِ وَمَا بَيۡنَهُمَا فَٱعۡبُدۡهُ وَٱصۡطَبِرۡ لِعِبَـدَتِهِۦۚ هَلۡ تَعۡلَمُ لَهُۥ سَمِيًّا 65﴾
(دغه) د آسمانونو او ځمکې رب دى او د هغه څه چې د دغو دواړو په مینځ کې دي، نو ته د ده عبادت کوه او د ده پر عبادت ښه ټینګ اوسه، آیا ته د ده کوم همنام پېژنې! [سورة مريم: 65].

ج – له الله تعالی سره شرک کول.
الله تعالی فرمايي:
﴿إِنَّ اللَّهَ لَا يَغْفِرُ أَنْ يُشْرَک بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِک لِمَنْ يَشَاءُ وَمَنْ يُشْرِک بِاللَّهِ فَقَدِ افْتَرَى إِثْمًا عَظِيمًا 48﴾
بېشکه الله نه بخښي دا چې له هغه سره دې (څوک) شریک کړى شي او هغه بخښي هغه (ګناه) چې له دې (شرک) نه کمه وي د چا لپاره چې وغواړي او څوک چې له الله سره شریک ونیسي، نو یقینًا هغه ډېره لویه ګناه راجوړه کړله. [سورة النساء: 48]

ج- شرک: د غیر الله عبادت کول د عبادتونو په یو ډول کې.
ډولونه یې:

لوی شرک؛ لکه: د غیر الله را بلل، له هغه پرته بل ته سجده کول، یا له الله جل جلاله پرته بل ته قرباني کول.
کوچنی شرک؛ لکه: له الله تعالی پرته په بل څه قسم خوړل، او تعويذونه چې د ګټې او ضرر د له منځه وړلو په موخه ځړول، او معمولي ځان ښودنه، لکه د لمانځه ښه ادا کول ځکه چې خلک ورته ګوري.

ج – یوازې الله تعالی په غیبو پوهیږي.
الله تعالی فرمايي:
﴿قُل لَّا يَعۡلَمُ مَن فِي ٱلسَّمَـوَ ⁠تِ وَٱلۡأَرۡضِ ٱلۡغَيۡبَ إِلَّا ٱللَّهُۚ وَمَا يَشۡعُرُونَ أَيَّانَ يُبۡعَثُونَ 65﴾
ته (دوى ته) ووایه: هر هغه څوک چې په آسمانونو او ځمکه کې دي په غیبو نه پوهېږي غیر له الله نه او دوى نه پوهېږي چې کله به دوى بیا ژوندي کولى شي. [سورة النمل: 65].

ج- ۱- په الله تعالی.
۲- د هغه په پرښتو.
۳- د هغه په کتابونو.
۴- د هغه په پیغمبرانو.
۵- او د آخرت په ورځ ایمان لرل دي.
۶- او تقدیر؛ خیر او شر یې.
او دلیل:
په مسلم کې د جبرائیل مشهور حدیث دی چې جبرائیل علیه السلام رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: "بیا د ایمان په اړه راته ووایه، هغه وویل: په الله، د هغه په ملایکو، د هغه په کتابونو، د هغه په رسولانو، د قیامت په ورځ،او په اندازه د خیر او ر شر باندی ایمان لرل دی( چې د الله د طرفه ده)."

ج- په الله تعالی ایمان لرل:
§ دا باور ولرې چې الله هغه ذات دی چې تاسو یې پیدا کړی یاست او تاسو ته یې روزي درکړې، او دا چې هغه یواځی د ټولو مخلوقاتو مالک او کار ساز دی.
او هغه معبود دی او له هغه پرته بل څوک د عبادت لایق نشته.
او هغه عظیم، لوى او بشپړ ذات دى، او ټوله ستاينه هغه لره ده، او د هغه لپاره ډېر ښايسته نومونه او لوړ صفتونه دي، د هغه سره هيڅ شى برابر نه دى او د هغه پاک ذات سره هیڅ شی ورته والی نه لري.
پر ملائکو ایمان لرل:

دوی مخلوقات دي؛ الله تعالی له رڼا څخه پیدا کړي دي، او د خپل عبادت او په بشپړه توګه یې خپل امر ته د غاړې اېښودلو لپاره یې پیدا کړي دي.
او د هغوی له جملې څخه جبرائیل علیه السلام دی چې پر پیغمبرانو وحې نازلوي.
په کتابونو ایمان:

دا هغه کتابونه دي چې الله تعالی پر خپلو رسولانو نازل کړي دي.
لکه قرآن:
پر محمد ﷺ.
انجیل:
پر عیسی علیه السلام.
تورات:
پر موسی علیه السلام.
زبور:
پر داود علیه السلام.
د ابراهیم او موسی صحیفې:
پر ابراهیم او موسی.
پر پیغمبرانو ایمان:

او دا هغه کسان دي چې الله تعالی خپلو بندګانو ته د دې لپاره رالیږلي چې دوی ته تعلیم ورکړي، دوی ته د نیکۍ او جنت زیری ورکړي، او دوی ته د بدۍ او اور څخه خبرداری ورکړي.
- د هغو څخه غوره: اولو العزم دي، او هغوی دا دي:
نوح علیه السلام.
ابراهیم علیه السلام.
موسی علیه السلام.
عیسی علیه السلام.
محمد ﷺ.
د آخرت په ورځ ایمان:

دا هغه څه دي چې په قبر کې له مرګ څخه وروسته وي، او د قيامت ورځ، او د بیرته ژوندی کیدو او حساب ورځ، چېرته به چې جنتيان خپلو کورونو او د دوزخیان خپلو کورونو کې مېشت شي.
په اندازه د خیر او د شر ایمان لرل:

تقدیر: دا عقیده لرل چې هر څه چې په کایناتو کې پیښیږي الله تعالی هغه باندی پوهیږي، او هغه دا په لوح محفوظ کې لیکلي، او د هغه د شتون او پیدا کولو اراده یې کړې.
الله تعالی فرمایلي:
﴿إِنَّا كُلَّ شَيْءٍ خَلَقۡنَـٰهُ بِقَدَر 49﴾ [سورة القمر ٤٩].
بېشكه مونږ هر شي په اندازې سره پیدا كړى دى.
او هغه لره څلور درجې دي:

لومړی: د الله تعالی پوهه، د هغه د جملی څخه دا چی له هر څه نه مخکې پوه دی، مخکې او وروسته د واقع کیدو څخه.
دلیل یی د الله تعالی دغه وینا ده:
﴿إِنَّ اللَّهَ عِنْدَهُ عِلْمُ السَّاعَةِ وَيُنَزِّلُ الْغَيْثَ وَيَعْلَمُ مَا فِي الْأَرْحَامِ وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ مَاذَا تَكْسِبُ غَدًا وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ بِأَيِّ أَرْضٍ تَمُوتُ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ 34﴾
بېشكه، خاص له الله سره د قیامت علم دى او هغه باران نازلوي او هغه (په يقيني طريقه، بې له وسايلو) پوهېږي په هر هغه څه چې په رحمونو كې دي او هېڅ یونفس نه پوهېږي چې هغه به سبا ته څه كار كوي او هېڅ یو نفس نه پوهېږي چې په كومه ځمكه (سيمه) كې به مري، بېشكه الله ښه عالم، ښه خبردار دى. [سورة لقمان: 34].
دویم:
الله پاک هغه په لوح محفوظ کې ليکلي دي، نو هر څه چې پېښ شوي او پېښيږي هغه سره په کتاب کې ليکل شوي دي.
دلیل یې د الله تعالی دغه وینا ده:
﴿وَعِنْدَهُ مَفَاتِحُ الْغَيْبِ لَا يَعْلَمُهَا إِلَّا هُوَ وَيَعْلَمُ مَا فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَمَا تَسْقُطُ مِنْ وَرَقَةٍ إِلَّا يَعْلَمُهَا وَلَا حَبَّةٍ فِي ظُلُمَاتِ الْأَرْضِ وَلَا رَطْبٍ وَلَا يَابِسٍ إِلَّا فِي كِتَابٍ مُبِينٍ 59﴾
او خاص له الله سره د غیبو چابیانې دي، يوازې هغه پر دغو عالم دى او هغه عالم دى پر هغه څه چې په وچه او سمندر كې دي، او هېڅ یوه پاڼه نه غورځېږي مګر هغه پرې عالم دى او د زمكې په تیارو كې نه یوه دانه (پرېوځي) او نه لوند څیز او نه وچ مګر (دا ټول) په څرګند كتاب (لوح محفوظ) كې دي. [سورة الأنعام: 59].
دریم:
دا چې هر څه د الله تعالی په ارادې سره کیږي او د هغه یا د هغه له مخلوق څخه هیڅ شی د هغه له ارادې پرته نه پیښیږي.
دلیل یې د الله تعالی دغه وینا ده:
﴿لِمَنْ شَاءَ مِنْكُمْ أَنْ يَسْتَقِيمَ 28 وَمَا تَشَاءُونَ إِلَّا أَنْ يَشَاءَ اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ 29﴾

د هغه چا لپاره چې په تاسو كې غواړې چې دى نېغ برابر شي 28 او تاسو د (د سمې لارې) اراده نشئ كولى مګر دا چې الله رب العالمین يې اراده وكړي (29) [سورة التكوير: 28، 29].
څلورم:
دا عقیده لرل چې ټول مخلوقات د الله تعالی له خوا پیدا شوي مخلوقات دي او د دوی نفسونه، صفات، حرکات او هر څه یې پیدا کړي دي.
دلیل یې د الله تعالی دغه وینا ده:
﴿وَاللَّهُ خَلَقَكُمْ وَمَا تَعْمَلُونَ 96﴾
حال دا چې الله تاسو او هغه عملونه چې تاسو يې كوئ، پیدا كړي دي [سورة الصافات: 96].

ج – دا د الله تعالی کلام دی، او مخلوق نه دی.
الله تعالی فرمايي:
﴿وَإِنْ أَحَدٌ مِنَ الْمُشْرِكِينَ اسْتَجَارَكَ فَأَجِرْهُ حَتَّى يَسْمَعَ كَلَامَ اللَّهِ ...﴾
او كه په مشركانو كې یو تن له تا نه امان (پناه) وغواړي، نو هغه ته امان وركړه تر هغه پورې چې هغه د الله كلام واوري. [سورة التوبة: 6].

ج- دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم هر قول، عمل، تقریر، اخلاقی او یا پیدایشی صفت دی.

ج- هر هغه څه چې خلکو په دین کې رامنځ ته کړي وي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه د اصحابو په وخت کې نه وي
* موږ یې نه منو او نه،بلکې رد کوو یې .
د رسول الله صلی الله علیه وسلم ددې خبرې پر اساس چی فرمایی:
"هر بدعت ګمراهي ده" ابوداود روایت کړی.
د بېلګې په توګه:
په عبادت کې زياتوالی، لکه څلورم ځل د (غړي) وینځل په اوداسه کې، او د رسول الله صلی الله عليه وسلم د ميلاد لمانځل، حال دا چی د رسول الله صلی الله عليه وسلم او د هغه له صحابه کرامو نه ندی نقل شوی.

ج- ولاء (دوستی): د مؤمنانو سره مينه او ملاتړ دی
الله تعالی فرمايي: ﴿وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ ...﴾
او مومن سړي او مومنې ښځې، دوى ځینې د ځینو نورو دوستان دي [سورة التوبة: 71].
براء (دښمني): د کافرانو سره بغض او دښمني.
الله تعالی فرمايي:
﴿قَدْ كَانَتْ لَكُمْ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ فِي إِبْرَاهِيمَ وَالَّذِينَ مَعَهُ إِذْ قَالُوا لِقَوْمِهِمْ إِنَّا بُرَآءُ مِنْكُمْ وَمِمَّا تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ كَفَرْنَا بِكُمْ وَبَدَا بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةُ وَالْبَغْضَاءُ أَبَدًا حَتَّى تُؤْمِنُوا بِاللَّهِ وَحْدَهُ﴾
یقینًا تاسو لپاره یوه ښكلې طریقه په ابراهیم او په هغو كسانو كې ده چې له هغه سره ملګري وو كله چې هغوى خپل قوم ته وویل: بېشكه مونږ له تاسو نه او له هغو څیزونو نه چې تاسو يې له الله نه غیر عبادت كوئ، سخت بېزاره (او جدا) یو، مونږ پر تاسو باندې منكران شوي یو او زمونږ په مینځ كې او ستاسو په مینځ كې عداوت (دښمني) او بغض د تل لپاره څرګند (او واقع) شوى دى، تر هغه پورې چې تاسو په الله باندې ایمان راوړئ چې هغه يوازې دى. [سورة الممتحنة: 4].

ج – الله تعالی له اسلام پرته بل څه نه مني.
الله تعالی فرمايي:
﴿وَمَن یَبتَغِ غَیرَ ٱلإِسلَـٰمِ دِینا فَلَن یُقبَلَ مِنهُ وَهُوَ فِی ٱلـَٔاخِرَةِ مِنَ ٱلخَـٰسِرِینَ 85﴾
او څوك چې له اسلام نه غېر (بل) دین غواړي، نو هېڅكله به هم له ده نه قبول نه كړى شي او دغه كس په آخرت كې له تاوانیانو څخه دى. [سورة آل عمران ٨٥].

ج – د ویلو بېلګه: الله پاک او رسول - صلی الله علیه وسلم - ته سپکې سپورې وییل.
د عمل بېلګه:
قرآن ته سپکاوی یا د الله تعالی پرته بل چا ته سجده کول.
د عقيدې بېلګه:
داسی عقیده لرل چې له الله تعالی پرته بل څوک د عبادت وړ دی، یا دا چې د الله تعالی سره بل خالق هم شتون لري.

ج-
۱- تر ټولو لوی نفاق: د کفر پټول او د ایمان څرګندول دي.
له اسلام څخه ویستل کوي او هغه له لوی کفر څخه دی.
الله تعالی فرمايي:
﴿إِنَّ ٱلمُنَـٰفِقِینَ فِی ٱلدَّركِ ٱلأَسفَلِ مِنَ ٱلنَّارِ وَلَن تَجِدَ لَهُم نَصِیرًا 145﴾
بېشكه منافقان د اور تر ټولو لاندینۍ طبقه كې دي او ته به كله هم د هغوى لپاره څوک مرسته كوونكى ونه مومې. [سورة النساء ١٤٥].
۲- کوچنی نفاق:
لکه: درواغ ویل، وعده ماتول او د امانت خیانت.
(انسان )له اسلام څخه نه باسي ، او هغه له ګناهونو څخه دی او خاوند یې د سزا وړ دی.
- رسول الله ﷺ فرمایلي دي: "منافق درې نخښې لري: کله چی خبرې کوي دروغ وايي، کله چې وعده وکړي؛ وفا پرې نه کوي، او کله چې امانت وروسپارل شي خيانت کوي." بخاري او مسلم روایت کړی دی.

ج- هغه محمد صلی الله علیه وسلم دی.
الله تعالی فرمايي:
﴿مَّا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَد مِّن رِّجَالِكُم وَلَـٰكِن رَّسُولَ ٱللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَۗ...﴾
محمد (ﷺ) ستاسو په سړیو كې د هیچا پلار ندى، مګر د الله رسول او د نبیانو (د لړۍ) ختموونكى دى. [سورة الأحزاب ٤٠]. - رسول الله ﷺ فرمایلي دي: "زه د أنبیاوو د لړۍ پای ته رسوونکی یم، زما نه وروسته بل پیغمبر نشته". ابو داود، ترمذي او نورو روایت كړی دی.

ج- ټول هغه څه چې الله تعالی خپلو انبیاوو ته له خارق العاده(د عادت خلاف کارونه) کړنو څخه د دوی په رښتینولۍ د دلالت لپاره ورکړي دي معجزه بلل کیږي لکه:
- د رسول الله صلی الله علیه وسلم لپاره د سپوږمۍ دوه ټوټې کیدل.
- او د موسی علیه السلام لپاره د سمندر جدا کیدل او د فرعون او د هغه د لښکرو ډوبیدل.

ج- صحابي: هغه څوک دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یې لیدلي وي، پر هغه یې ایمان راوړی وي او په اسلام مړ شوی وي.
-موږ له دوی سره مینه لرو، په لاره یې ځو او دوی له پیغمبرانو څخه وروسته ښه او غوره خلک دي.
او تر ټولو غوره یې:
څلور خلفاء دي:
ابوبکر رضی الله عنه.
عمر رضی الله عنه.
عثمان رضي الله عنه.
علی رضی الله عنه.

ج – دوی د رسول الله صلی الله علیه وسلم مېرمنې دي.
الله تعالی فرمايي:
﴿ٱلنَّبِيُّ أَوۡلَى بِٱلۡمُؤۡمِنِينَ مِنۡ أَنفُسِهِمۡۖ وَأَزۡوَجُهُۥٓ أُمَّهَتُهُمۡۗ﴾
نبي (محمدﷺ) په مومنانو باندې د دوى له ځانونو نه زیات حقدار دى او د ده ښځې د دوى میندې دي. [سورة الأحزاب: ٦ ].

ج – موږ له دوی سره مینه لرو او دوستي ورسره کوو او له هغو کسانو څخه کرکه لرو چې له دوی څخه کرکه لري او په دوی کې له حده نه تېرېږو، او دوی(ال بیت النبی) د هغه مېرمنې، اولادونه، د هاشم او د المطلب مومنان اولادونه دي.

ج- زموږ دنده: د هغوی احترام کول، هغوی ته غوږ نیول او پيروي یې کول خو د ګناه په کار کې نه، د هغوی په وړاندې بغاوت نه کول، او په پټه هغوی ته دعا کول او د هغوی خیر خواهي لټول.

ج – جنت دی، الله تعالی فرمايي: ﴿إِنَّ اللَّهَ يُدْخِلُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ ...﴾
بېشكه الله به هغه كسان چې ایمان يې راوړى او نېک عملونه يې كړي دي، داسې جنتونو ته ننباسي چې لاندې ترې ویالې بهېږي ... [سورة محمد: 12].

ج- اور دی، الله تعالی فرمايي: ﴿فَاتَّقُوا النَّارَ الَّتِي وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ أُعِدَّتْ لِلْكَافِرِينَ 24﴾
نو له هغه اور نه ځان وساتئ چې خس يې انسانان او تیږي دي، د كافرانو لپاره تيار كړى شوى دى. [سورة البقرة: 24].

ج- وېره: له الله او د هغه له عذابه بیریدل.
هیله:
د الله د ثواب، بښنې او رحمت هیله لرل.
دلیل:
د الله تعالی دغه وینا ده: ﴿أُولَئِكَ الَّذِينَ يَدْعُونَ يَبْتَغُونَ إِلَى رَبِّهِمُ الْوَسِيلَةَ أَيُّهُمْ أَقْرَبُ وَيَرْجُونَ رَحْمَتَهُ وَيَخَافُونَ عَذَابَهُ إِنَّ عَذَابَ رَبِّكَ كَانَ مَحْذُورًا 57﴾
دغه خلق چې دوى يې بلي، هغه خلق دي چې خپل رب ته وسیله(نزدیکت) لټوي چې په دوى كې كوم یو زیات نږدې دى، او د هغه د رحمت امېد لري او د هغه له عذابه وېرېږي، بېشكه د عذاب د رب ستا څخه بیره کیدی شي. [سورة الإسراء: 57]. الله تعالی فرمايي: ﴿نَبِّئْ عِبَادِي أَنِّي أَنَا الْغَفُورُ الرَّحِيمُ 49 وَأَنَّ عَذَابِي هُوَ الْعَذَابُ الْأَلِيمُ 50﴾
زما بنده ګانو ته خبر وركړه چې بېشكه زه، همدا زه ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى یم. او دا چې بېشكه زما عذاب، هم هغه ډېر دردوونكى عذاب دى. [سورة الحجر: 49، 50]

ج- (الله) معبود، (رب) څښتن، (الرحمن ) ډېر بښونکی، (السميع ) د هر څه ښه اورېدونكى، (البصير ) د هر څه ښه ليدونكى، (العليم ) په هر څه ښه پوه، (الرزاق ) ښه پالونكى او روزونکی، (الحي ) تل ژوندى، (العظيم ) لوى… او داسې نورو ښكلي نومونه او لوړ صفتونه.

ج- الله: دا د اله یعنې معبود معنی ده چې په حقه سره یې عبادت کیږي، یوازې پرته له (کوم)شریک څخه.
(الرب) پیداکوونکی او واکدار رزق ورکوونکی تدبیر کوونکی په دې ټولو کې یواځې دی د شریک څخه پاک دی.
(السمیع) هغه ذات چې پراخه دی د اوریدلو طاقت د هغه هر شي ته،ټول اوازونه اوري.
(البصير:هغه ذات هر شی ګوري،هر شی که غټ دی که وړوکی الله یې ګوري.
(العليم)
هغه ذات هر شی پخپل علم کې راګیر کړی که پخوا وو که اوس دي او که په راتلونکي زمانه کې دي.
(الرحمن )د هغه ذات رحمت هر مخلوق او ژوندي ته پراخ شوی ،او ټول بنده ګان او مخلوق د هغه تر رحمت لاندې دي.
(الرزاق ) ښه روزی ورکونکی: هغه ذات چې د ټولو مخلوقاتو روزي پرې ده ؛ له انسانانو، پېریانو او ټولو ژوندیو مخلوقاتو څخه.
(الحي ) ژوندى: هغه ژوندی چې نه مړ کیږي او ټول مخلوقات مړه کیږي.
(العظيم) هغه ذات چې پوره کمال هغه لره دی، او ټوله لویي د هغه په نومونو، صفتونو او افعالو کې ده.

موږ له دوی سره مینه لرو او په چارو او شرعي مسألو او نوازلو کې ورته ورګرځو او له نېکۍ پرته یې په بل څه نه یادوو او چا چې پرته لدې په نورو بدو سره یاد کړل نو هغه په سمه لار ندی.
الله تعالی فرمايي:
﴿يَرۡفَعِ ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا مِنكُمۡ وَٱلَّذِينَ أُوتُوا ٱلۡعِلۡمَ دَرَجَـٰتۚ وَٱللَّهُ بِمَا تَعۡمَلُونَ خَبِير 11﴾
اوچت به کړي الله تعالی هغه کسان چې مومنان دي په تاسو کې او هغه کسان چې علم ورکړل شوی په ډیرو درجو او الله په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ ښه خبر دى. [سورة المجادلة ١١].

ج- هغوی پرهیزګاره مؤمنان دي.
الله تعالی فرمايي:
﴿أَلَا إِنَّ أَوْلِيَاءَ اللَّهِ لَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ 62 الَّذِينَ آمَنُوا وَكَانُوا يَتَّقُونَ 63﴾
خبر شئ! بېشكه د الله دوستان چې دي؛ پر هغوى باندې نه څه وېره شته او نه دوى ته غم رسېږي. هغه كسان چې ایمان يې راوړى وي او ځان (په اوامرو راتګ کوي او له نواهیو ځان ساتي) ساتي. [سورة يونس: 62، 63].

ج- ایمان قول، عمل او عقیده ده.

ج – په طاعت سره ایمان زیاتیږي او په نافرمانۍ سره کمیږي.
الله تعالی فرمايي:
﴿إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ إِذَا ذُكِرَ اللَّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ وَإِذَا تُلِيَتْ عَلَيْهِمْ آيَاتُهُ زَادَتْهُمْ إِيمَانًا وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ 2﴾
بېشكه مومنان هغه خلک دي، چې كله الله یاد كړى شي، نو د دوى زړونه ووېرېږي او كله چې دوى ته د هغه (الله) آیتونه تلاوت كړى شي، (نو) دغه (آیتونه) دوى ته ایمان ورزیات كړي او خاص په خپل رب باندې دوى توكل كوي. [سورة الأنفال: 2].

ج- د الله داسې عبادت کول چې ته یې ویني، او که ته یې نه ویني؛ هغه تا ویني.

ج- په دوو شرطونو سره:
۱- کله چې خالص د الله تعالی د رضا لپاره وي.
۲- کله د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو مطابق وي.

ج – د اسبابو په اخستلو سره د ګټو په راجلبولو او د ضرر په دفع کولو کې په الله تعالی باور او اعتماد کول
الله تعالی فرمايي: ﴿وَمَنْ يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ ...﴾
او هغه څوک چې په الله توكل وكړي، نو همغه د ده لپاره بسنه کوي (او كافی) دى ... [سورة الطلاق: 3].
﴿حَسْبُهُ﴾: یعنی کافی او بس دی.

ج – معروف: د الله پاک په ټولو پېرویو باندی امر کول دي، او منکر: د الله تعالی د هر ډول نافرمانیو څخه ممانعت دی.
الله تعالی فرمايي:
﴿كُنتُمۡ خَيۡرَ أُمَّةٍ أُخۡرِجَتۡ لِلنَّاسِ تَأۡمُرُونَ بِٱلۡمَعۡرُوفِ وَتَنۡهَوۡنَ عَنِ ٱلۡمُنكَرِ وَتُؤۡمِنُونَ بِٱللَّهِۗ ...﴾
تاسو غوره امت یاست ایستل شوي یاست د خلکو د فایدې د پاره، تاسوپه نېكۍ امر كوئ او له بدۍ څخه منع كوئ او په الله باندې ایمان راوړئ ... [سورة آل عمران ١١٠].

ج – دوی هغه کسان دي چې په قول، عمل او عقیده کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه د اصحابو په شان وي.
دوی اهل سنت نومول شوي دي:
ځکه دوی د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو پیروان او د بدعت پریښودونکي دي.
دوی په جماعت نومول شوي دي:
ځکه چې دوی په حق باندې راټول شوي او په اړه یې سره ندي جلا شوي.