د تفسیر څانګه

ج- د فاتحې سوره او تفسير یی:
﴿بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 1
شروع كوم په مدد د نوم د الله چې ډیر او همیشه مهربان دی الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ 2
ټول (د كمال) صفتونه خاص د الله لپاره دي چې د ټولو مخلوقاتو پالونكى دى الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 3
ډېر زيات مهربان،رحم كوونكى دى مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ 4
د بَدلې د ورځې مالك دى إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ 5
مونږ خاص ستا عبادت كوو او خاص له تا نه مرسته غواړو اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ 6
ته مونږ ته سَمَه (نېغه) لاره وښَيَه صِرَاطَ الَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلَا الضَّالِّينَ 7﴾
د هغو خلقو لار د هغه کسانو چې تا پر هغوى باندې انعام كړى دى؛ چې نه پر هغوى باندې غضب شوى او نه ګمراهان دي [سورة الفاتحة: 1 - 7].
تفسير:

ځکه ورته فاتحه ويیل کیږي چې د الله تعالی کتاب پرې پیل شوی دی.
1- ﴿بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرخیم) :
د الله په نامه د قرآن تلاوت پیلوم او د هغه د نوم په تبرک سره له هغه څخه مرسته غواړم.
﴿الله﴾
یعني: لایق د عبادت، عبادت د هغه حق دی او په(الله) بل څوک نه نومول کیږي، اسم خاص د الله دی.
﴿الرَّحْمَن﴾ یعنی د پراخه رحمت خاوند چې هر شی ته یې رحمت رسیدلی دی
﴿الرَّحِيم﴾ یعنی: خاوند د مهربانۍ په مومنانو(۱).
2- ﴿الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ 2﴾ يعنې: هر ډول ستاينه او کمال يوازې الله ته دى.
3- ﴿الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 3﴾ یعنی د پراخ رحمت خاوند چې رحمت یې هر شی ته رسیدلی دی او د هغه رحمت خاوند چې په پرلپسې توګه مؤمنانو ته رسیږي
4- ﴿مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ 4﴾: د قیامت د ورځې مالک.
5- ﴿إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ 5﴾ یعني موږ یوازې ستا عبادت کوو او یوازې له تا څخه مرسته غواړو.
6- ﴿اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ 6﴾: دا اسلام او سنت ته لارښوونه ده.
7- ﴿صِرَاطَ الَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلَا الضَّالِّينَ 7﴾ یعني د الله د نیکو بندګانو لاره چې له پیغمبرانو او د هغوی پیروي یې کړې ده، نه د عیسویانو او یهودانو لاره.(۱)
له لوستلو وروسته «آمين» ويل سنت دي، چې مانا يې داده چې یا الله قبول یې کړه.

ج- زلزله سورت او تفسیر یې:
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ ٱلرَّحِمِ
د الله په نام سره (پیل كوم) چې ډېر زيات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى.
﴿إِذَا زُلْزِلَتِ الْأَرْضُ زِلْزَالَهَا 1
كله چې ځمكه وخوځولى شي په خپلو سختو خوځولو سره وَأَخْرَجَتِ الْأَرْضُ أَثْقَالَهَا 2
او ځمكه خپل درانه پېټي بهر راوباسي. وَقَالَ الْإِنْسَانُ مَا لَهَا 3
او انسان به ووايي چې په دې څه شوي دي يَوْمَئِذٍ تُحَدِّثُ أَخْبَارَهَا 4
په دغې ورځې كې به دا ځمكه خپلې خبرې (حالات) بیانوي بِأَنَّ رَبَّكَ أَوْحَى لَهَا 5
په دې سبب چې ستا رب به دې ته وحي وكړي يَوْمَئِذٍ يَصْدُرُ النَّاسُ أَشْتَاتًا لِيُرَوْا أَعْمَالَهُمْ 6
په دغې ورځ كې را وبه وځي خلک ډلې ډلې ډلې، د دې لپاره چې دوى ته خپل عملونه وښودل شي فَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ 7
نو هغه څوك چې د یوې ذرې په اندازه نېك عمل وكړي (،نو) دى به هغه وویني وَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَهُ 8﴾
او هغه څوك چې د یوې ذرې په اندازه د شر (او بدۍ) عمل كوي (، نو) دى به هغه وویني [سورة الزلزلة: 1 - 8].
تفسير:

1- ﴿إِذَا زُلْزِلَتِ الْأَرْضُ زِلْزَالَهَا 1﴾: کله چې زمکه وخوځیږي په سختو خوځېدلو سره، هغه څه چې د قیامت په ورځ به ورته پېښیږي.
2- ﴿وَأَخْرَجَتِ الْأَرْضُ أَثْقَالَهَا 2﴾: او ځمکه به راوباسي هغه څه چی د هغی په خیټه کې دي د مړو او نورو شیانو څخه.
3- ﴿وَقَالَ الْإِنْسَانُ مَا لَهَا 3﴾: انسان به په حيرانتيا ووايي: د ځمکې خوځښت او ګډوډي د څه لپاره ده؟!
4- ﴿يَوْمَئِذٍ تُحَدِّثُ أَخْبَارَهَا 4﴾: په هغه لویه ورځ به ځمکه د هغه د ښو او بدو څخه خبر ورکړي چې په هغې تر سره شوي دي.
5- ﴿بِأَنَّ رَبَّكَ أَوْحَى لَهَا 5﴾: ځکه چې الله هغې ته پوهه ورکړې او امر یې ورته کړی دی.
6- ﴿يَوْمَئِذٍ يَصْدُرُ النَّاسُ أَشْتَاتًا لِيُرَوْا أَعْمَالَهُمْ 6﴾: په هغه لویه ورځ چې په ځمکه کی زلزله وشي، خلک به د حساب له ځای نه ډلې ډلې راووځی ترڅو وګوری چې دوی په دې دنیا کې څه کړي و.
7- ﴿فَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ 7﴾: چا چې د يو کوچني مېږي په اندازه نيک او صالح عمل کړي وی؛ هغه به خپل وړاندې وګوري.
8- ﴿وَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَهُ 8﴾: او چا چې د هغی په اندازه شر او بد کار کړی وي؛ هغه به په خپل مخ کې وګورئ.

ج- العاديات سورت او تفسير یې:
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ ٱلرَّحِم په مدد د نوم د الله چې بې حده او همیشه مهربان دی پیل کوم.
﴿وَالْعَادِيَاتِ ضَبْحًا 1
قسم دى په تېزو ځغلېدونكو آسونو، چې له سینو او ګېډو نه اواز ایستونكي دي فَالْمُورِيَاتِ قَدْحًا 2
پس (قسم دى) په هغو آسونو چې په خپلو سُمانو سره تیږې وهي او اور را ایستونكي دي فَالْمُغِيرَاتِ صُبْحًا 3
پس (قسم دى) په هغو آسونو چې د سبا په وخت كې حمله كوونكي دي فَأَثَرْنَ بِهِ نَقْعًا 4
نو په دغه وخت كې دغه (آسونه) ګرد پورته كوي. فَوَسَطْنَ بِهِ جَمْعًا 5
پس پدغه وخت كې د لويې ډلې په مینځ كې ننوځي إِنَّ الْإِنْسَانَ لِرَبِّهِ لَكَنُودٌ 6
چې بېشكه انسان د خپل رب ډېر ناشكره دى وَإِنَّهُ عَلَى ذَلِكَ لَشَهِيدٌ 7
او بېشكه دى په دې خبره یقینًا ښه خبردار (او ګواه) دى وَإِنَّهُ لِحُبِّ الْخَيْرِ لَشَدِيدٌ 8
او بېشكه دى د مال په مینه كې یقینًا ډېر سخت دى أَفَلَا يَعْلَمُ إِذَا بُعْثِرَ مَا فِي الْقُبُورِ 9
آیا نو دى نه پوهېږي كله چې هغه (مړي) راوښكل شي چې په قبرونو كې دي؟ وَحُصِّلَ مَا فِي الصُّدُورِ 10
او هغه څه راښكاره كړى شي چې په سینو كې دي إِنَّ رَبَّهُمْ بِهِمْ يَوْمَئِذٍ لَخَبِيرٌ 11﴾
بېشكه د دوى رب په دغې ورځ كې په دوى باندې یقینًا ښه خبردار دى [سورة العاديات: ١ - ١١].
تفسير:

١- ﴿وَالْعَادِيَاتِ ضَبْحًا 1﴾: الله قسم یاد كړى په اسونو چې منډې وهي تر څو د منډو له شدت څخه د هغوی د ساگانو آواز واریدل شي.
٢- ﴿فَالْمُورِيَاتِ قَدْحًا 2﴾: الله قسم یاد كړى په هغه آسونو چې کله د هغوی پښې ډبرو باندې ولګیږي او اور بلوي ، کله یې چې پښې په ډیره تېزۍ سره په تیږو ولګیږي.
٣- ﴿فَالْمُغِيرَاتِ صُبْحًا 3﴾: الله قسم یاد كړى په هغه آسونو چې کله سهار په دښمنانو حمله کوي.
۴- ﴿فَأَثَرْنَ بِهِ نَقْعًا 4﴾: نو د دوی د منډو په واسطه دوړی خورې شوې.
٥- ﴿فَوَسَطْنَ بِهِ جَمْعًا 5﴾: اسونه سره د شاسوارانو د دښمن د ټولګي په منځ کی ورننوتل.
۶- ﴿إِنَّ الْإِنْسَانَ لِرَبِّهِ لَكَنُودٌ 6﴾: بیشکه انسان خورا منع کوونکی دی د هغه خیر څخه چی الله تعالی یی ورنه غواړي.
٧- ﴿وَإِنَّهُ عَلَى ذَلِكَ لَشَهِيدٌ 7﴾: او یقینا انسان خاماخا ګواهي ورکوونکی دی پخپل ممانعت باندې له خیر څخه دا خبره ډاکیزه ده انکار ورڅخه نه شي کولای.
٨- ﴿وَإِنَّهُ لِحُبِّ الْخَيْرِ لَشَدِيدٌ 8﴾: او بیشکه انسان د مال په محبت کې اوج ته رسیدلی دی بخیلي پرې کوي.
٩- ﴿أَفَلَا يَعْلَمُ إِذَا بُعْثِرَ مَا فِي الْقُبُورِ 9﴾: نو آیا دا انسان چې د دنیا په ژوند باندې دوکه شوی دی په دې نه پوهیږي چې کله الله مړي له قبرونو څخه بیرته را ژوندي کړي او له ځمکې څخه یې د حساب او جزا لپاره راوباسي، نو دا خبره هغسې نه وه لکه ده چې ګمان کاوه؟!
١٠- ﴿وَحُصِّلَ مَا فِي الصُّدُورِ 10﴾: هغه څه چې په زړونو کې د عقیدې او نیتونه او داسی نورو شیانو په اړه دي په ډاګه او روښانه کړي.
١١- ﴿إِنَّ رَبَّهُمْ بِهِمْ يَوْمَئِذٍ لَخَبِيرٌ 11﴾: د دوی رب په دې ورځ پر هغو پوه دی، او د بندګانو هیڅ شی له هغه څخه پټ نه دی، او هغه به دوی ته د دې بدله ورکړي.

ج- القارعه سورت او تفسير یی:
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ ٱلرَّحِیمِ
په مدد د نوم د الله چې خورا زیات او همیشه مهربان دی پیل کوم
﴿الْقَارِعَةُ 1
هغه ورځ ټكوونكى (قیامت) د دې درځ هیبت الله بیانوي مَا الْقَارِعَةُ 2
(د زړونو) ټكوونكى څه شى دى؟ وَمَا أَدْرَاكَ مَا الْقَارِعَةُ 3
او ته څه شي پوه كړې چې (د زړونو) ټكوونكى څه شى دى؟یعنې هغه ډیره سخته ورځ ده که تا ته یې بیان هم وشي ستا زړه کې به واقع نه شي. يَوْمَ يَكُونُ النَّاسُ كَالْفَرَاشِ الْمَبْثُوثِ 4
شي به خلک په دغه ورځ خواره واره په شان د پتنګانو(۱). وَتَكُونُ الْجِبَالُ كَالْعِهْنِ الْمَنْفُوشِ 5
او غرونه به د ډانډس كړى شوې رنګینې وړۍ په شان شي فَأَمَّا مَنْ ثَقُلَتْ مَوَازِينُهُ 6
نو هر چې هغه څوك دى چې د هغه تلې(د نیکیو) درندې شي. فَهُوَ فِي عِيشَةٍ رَاضِيَةٍ 7
نو دى به په ډېر ښه ژوندون كې وي وَأَمَّا مَنْ خَفَّتْ مَوَازِينُهُ 8
او هر چې هغه څوک دی چې سپکې شي تلې د نیکیو د هغه. فَأُمُّهُ هَاوِيَةٌ 9
نو د ده استوګنځى هاویه ده. وَمَا أَدْرَاكَ مَا هِيَهْ 10
او ته څه شي پوه كړې چې دغه (هاویه) څه شى دى؟ نَارٌ حَامِيَةٌ 11﴾
(دغه) ډېر ګرم اور دى [القارعة سورت : ١ - ١١].
تفسير:

١- ﴿الْقَارِعَةُ 1﴾: دا د قیامت ورځ ده چې د ډیر هیبت د وجه به د خلکو زړونه ټنګوي.
٢- ﴿مَا الْقَارِعَةُ 2﴾: دا قیامت څه شی دی چې د ډیر هیبت د وجه د خلکو زړونه ټنګوي؟!
٣- ﴿وَمَا أَدْرَاكَ مَا الْقَارِعَةُ 3﴾: او ته څه شي پوه کړې - ای رسوله - دا څه ساعت دی چې د خپل هیبت له امله د خلکو زړونه ټکوي؟! دا د قیامت ورځ ده.
۴- ﴿يَوْمَ يَكُونُ النَّاسُ كَالْفَرَاشِ الْمَبْثُوثِ 4﴾: په کومه ورځ چې د خلکو زړونه وټکول شي، دوی به داسې وي لکه خواره واره تیتو پرک پتنګان هر طرف ته.
٥- ﴿وَتَكُونُ الْجِبَالُ كَالْعِهْنِ الْمَنْفُوشِ5﴾: او غرونه به د ډانډس كړى شوې رنګینې وړۍ په شان شي په سپکوالي او حرکت او تللو کې.
۶- ﴿فَأَمَّا مَنْ ثَقُلَتْ مَوَازِينُهُ 6﴾: او هغه کسان چې ښه عملونه یې په بدو عملونو درانده شي.
٧- ﴿فَهُوَ فِي عِيشَةٍ رَاضِيَةٍ 7﴾: هغه ته به په جنت کې غوره ژوند ورکړل شي.
٨- ﴿وَأَمَّا مَنْ خَفَّتْ مَوَازِينُهُ 8﴾: او د هغو کسانو چې بد عملونه یې په ښو عملونو درانده شي.
٩- ﴿فَأُمُّهُ هَاوِيَةٌ 9﴾: د قيامت په ورځ يې د اوسېدو ځاى او استقرار جهنم دى.
١٠- ﴿وَمَا أَدْرَاكَ مَا هِيَهْ 10﴾: او ته څه شي پوه کړې – ای رسوله - جې هغه څه دي؟!
١١- ﴿نَارٌ حَامِيَةٌ 11﴾: هغه یو ډیر ګرم اور دی.

ج- التکاثر سورت او تفسیر یې:
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ ٱلرَّحِیمِ
په مدد د نوم د الله چې بې حده او همیشه مهربان دی شروع کوم(۱).
﴿أَلْهَاكُمُ التَّكَاثُرُ 1
غافل كړي وئ تایو ډېروالي د مال په خپل مینځ کې.(۱) حَتَّى زُرْتُمُ الْمَقَابِرَ 2
تر هغه پورې چې تاسو هدېرو ته ورشئ(تر مرګه بورې) كَلَّا سَوْفَ تَعْلَمُونَ 3
داسې نده په كار، ژر ده چې تاسو به پوه شئ. ثُمَّ كَلَّا سَوْفَ تَعْلَمُونَ 4
بیا بېخي داسې نه ده، ژر ده چې تاسو به پوه شئ كَلَّا لَوْ تَعْلَمُونَ عِلْمَ الْيَقِينِ 5
داسې نه ده، كه تاسو په علم اليقين سره پوهېدلى(۱) لَتَرَوُنَّ الْجَحِيمَ 6
تاسو به خامخا ضرور دوزخ وینئ(دا خطاب ټول انسانسیت او پیري ته دی: وان منکم الا واردها، که څوک یې لایق وو هغه به ورداخل شي او که څوک یې لایق نه وو هغه به پرې ورتیر شي) ثُمَّ لَتَرَوُنَّهَا عَيْنَ الْيَقِينِ 7
بیا به تاسو خامخا ضرور دغه (دوزخ) د یقین په سترګو وینئ(۱) ثُمَّ لَتُسْأَلُنَّ يَوْمَئِذٍ عَنِ النَّعِيمِ﴾
بیا به په دغې ورځ كې له تاسو نه خامخا ضرور د نعمتونو په باره كې تپوس كېږي. [التكاثر سورت: ١ - ٨].
تفسير:

١- ﴿أَلْهَاكُمُ التَّكَاثُرُ 1﴾: ای خلکو! تاسو د الله تعالی د پیروۍ پر ځای په خپلو مالونو او اولادونو ویاړ کولو بوخت کړې یاست.
٢- ﴿حَتَّى زُرْتُمُ الْمَقَابِرَ 2﴾: تر څو چې تاسو مړه شوئ او خپلو قبرونو ته ننوتلئ.
٣- ﴿كَلَّا سَوْفَ تَعْلَمُونَ 3﴾: تاسو ته پکار نه وه چې په هغو شیانو ویاړ کول مو د الله تعالی له اطاعت څخه بوخت کړي، نو ژر دی چې تاسو به د دې بوختیا پر پایله پوه شئ.
۴- ﴿ثُمَّ كَلَّا سَوْفَ تَعْلَمُونَ 4﴾: بیا به د هغه په پایله باندی پوه شې.
۵- ﴿كَلَّا لَوْ تَعْلَمُونَ عِلْمَ الْيَقِينِ 5﴾: په حقیقت کې، که تاسو په یقین سره پوهیدئ چې ستاسو ورتگ الله ته دی، او هغه به تاسو ته ستاسو د عملونو بدله درکوي، نو تاسو به د پیسو او اولادونو په فخر کولو کې بوخت نه اوسیدۍ.
۶- ﴿لَتَرَوُنَّ الْجَحِيمَ 6﴾: قسم په الله چی تاسو به د قيامت په ورځ اور ويني.
٧- ﴿ثُمَّ لَتَرَوُنَّهَا عَيْنَ الْيَقِينِ 7﴾: بیا تاسو بې له شکه په یقینی شکل باندی وگورئ.
٨- ﴿ثُمَّ لَتُسْأَلُنَّ يَوْمَئِذٍ عَنِ النَّعِيمِ﴾: بیا به الله تعالی په هغه ورځ له تاسو څخه پوښتنه وکړي، د روغتیا، مال او نورو شیانو په برخه کې چې تاته یی درکړي دي؟.

ج- د العصر سورت او تفسیر یې:
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ ٱلرَّحِیمِ
په مدد د نوم د الله چې ډیر او همیشه مهربان دی شروع
﴿وَالْعَصْرِ 1
قسم دى په عصر (مازیګر، یا زمانه) إِنَّ الْإِنْسَانَ لَفِي خُسْرٍ 2
چې بېشكه یقینًا انسان په زیان (او تاوان) كې دى إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ 3﴾
غیر له هغو كسانو نه چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړې دي او یو بل ته يې د حق (دین) وصیت كړى دى، او یو بل ته يې د صبر وصیت كړى دى [العصر سورت: 1 - 3].
تفسير:

1- ﴿وَالْعَصْرِ 1﴾: الله تعالی په زمانه قسم کړی دی.
2- ﴿إِنَّ الْإِنْسَانَ لَفِي خُسْرٍ 2﴾: يعنې : ټول انسانان په زیان او هلاکت کې دي .
3- ﴿إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ 3﴾: پرته له هغو کسانو چې ایمان یې راوړی او نیک عملونه یې کړي، خو دې سره هم حق ته یې دعوت کړی وي او صبر یې کړی وی، ځکه نو همدا خلک له تاوان څخه ژغورل شوی دي.

د الهُمزة سورت او تفسیر یې:
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمن الرحیم :په مدد د نوم د الله چې بې حده او همیشه مهربان دی شرع کوم.
﴿وَيْلٌ لِكُلِّ هُمَزَةٍ لُمَزَةٍ 1
هلاكت دى د هر ډېر غیبت كوونكي، ډېر عیبت لګوونكي لپاره(۱) الَّذِي جَمَعَ مَالًا وَعَدَّدَهُ 2
هغه چې مال يې جمع كړى دى او دغه يې بیا بیا شمېرلى (او ذخیره كړى) دى يَحْسَبُ أَنَّ مَالَهُ أَخْلَدَهُ 3
دى خیال كوي چې بېشكه د ده مال به دى تل ژوندى وساتي؟ كَلَّا لَيُنْبَذَنَّ فِي الْحُطَمَةِ 4
داسې هیڅكله نشي كېدى، دى به خامخا ضرور په حطمه (ماتوونكي او سوځوونكي دوزخ) كې وغورځول شي وَمَا أَدْرَاكَ مَا الْحُطَمَةُ 5
او ته څه شي پوه كړې چې حطمه څه شى دى؟ نَارُ اللَّهِ الْمُوقَدَةُ 6
د الله هغه بل كړى شوى اور دى الَّتِي تَطَّلِعُ عَلَى الْأَفْئِدَةِ 7
هغه چې په زړونو راخېژي (او غالب كېږي) إِنَّهَا عَلَيْهِمْ مُؤْصَدَةٌ 8
بېشكه دغه (اور) به په دوى باندې (له هره جانبه) رابند كړى شوى وي فِي عَمَدٍ مُمَدَّدَةٍ 9﴾
په اوږدو (راښكلى شویو) ستنو كې [سورة الهمزة: ١ - ٩].
تفسير:

١- ﴿وَيْلٌ لِكُلِّ هُمَزَةٍ لُمَزَةٍ 1﴾:ناوړه عاقبت او سخت عذاب دی د خلکو ډیر غیبت کوونکو او عیب پلټونکو ته.
٢- ﴿الَّذِي جَمَعَ مَالًا وَعَدَّدَهُ 2﴾: څوک چې د پیسو راټولولو او شمیرلو ته پام کوي، او د بل څه اندیښنه ورسره نه وي.
٣- ﴿يَحْسَبُ أَنَّ مَالَهُ أَخْلَدَهُ 3﴾: هغه فکر کوي چې راټولې شوې پیسې به یې له مرګه وژغوري، نو په دې دنیا کې به تل پاتې وي.
۴- ﴿كَلَّا لَيُنْبَذَنَّ فِي الْحُطَمَةِ 4﴾: داسې نده لکه څنګه چې دغه جاهل فکر کوي، دوی به د دوزخ اور ته واچول شي چې د هغې د عذاب د سختوالي له امله هر هغه څه چی ورته اچول کیږي ټکوي او ماتوي یی.
٥- ﴿وَمَا أَدْرَاكَ مَا الْحُطَمَةُ 5﴾: او ته څه پوهیږې - ای رسوله - دا اور څه شی دی چې هر څه په کې اچول کیږي او ماتوي یی.؟!
۶- ﴿نَارُ اللَّهِ الْمُوقَدَةُ 6﴾: دا د الله جل جلاله بل کړی شوی اور دی.
٧- ﴿الَّتِي تَطَّلِعُ عَلَى الْأَفْئِدَةِ 7﴾: کوم چې د خلکو له بدن څخه د دوی زړونو ته تیریږي.
٨- ﴿إِنَّهَا عَلَيْهِمْ مُؤْصَدَةٌ 8﴾: دا پر هغه خلکو چې پکې عذابولای شي په هغوی - وربند شوی دی( یعنې هغوی پکې ایسار دي)
٩- ﴿فِي عَمَدٍ مُمَدَّدَةٍ 9﴾: په اوږدو (راښكلى شویو) ستنو كې، ترڅو له دې څخه را ونه وځي.

ج- د الفیل سورت او تفسیر یې:
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ ٱلرَّحِیمِ
په مدد دنوم د الله چې خورا زیات او همیشه مهربان دی پیل کوم.
﴿أَلَمْ تَرَ كَيْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِأَصْحَابِ الْفِيلِ 1
آیا ته نه يې خبر شوى چې ستا رب له فیل والاو سره څنګه كار كړى و؟ أَلَمْ يَجْعَلْ كَيْدَهُمْ فِي تَضْلِيلٍ 2
آیا د هغوى چل (او مكر) يې په زیان كې نه و ګرځولى؟ وَأَرْسَلَ عَلَيْهِمْ طَيْرًا أَبَابِيلَ 3
او په دوى باندې يې ډلې ډلې مرغان راخوشې كړل تَرْمِيهِمْ بِحِجَارَةٍ مِنْ سِجِّيلٍ 4
چې دغو (مرغانو) به دوى لره په داسې كاڼو ویشتل چې له خټو نه جوړ، په اور پاخه شوي وو. فَجَعَلَهُمْ كَعَصْفٍ مَأْكُولٍ 5﴾
نو دغه (خلق) يې د خوړل شویو وښو په شان وګرځول [سورة الفيل: ١ - ٥].
تفسير:

١- ﴿أَلَمْ تَرَ كَيْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِأَصْحَابِ الْفِيلِ 1﴾: آيا ته نه پوهېږې – اې پېغمبره – ستا پروردګار له ابرهه او د هغه له ملګرو سره، چې د فيلانو له خاوندانو سره يې د کعبې د ړنګولو اراده وکړه، څه ډول چلند وکړ؟!
٢- ﴿أَلَمْ يَجْعَلْ كَيْدَهُمْ فِي تَضْلِيلٍ 2﴾: الله د دوی ناوړه پلان چې د ویجاړولو لپاره جوړ کړی و، نو دوی د کعبې څخه د خلکو د اړولو په هدف کې هغه څه ترلاسه نه کړل چې دوی غوښتل، او کعبی ته یی هیڅ ضرر و نشو رسولای.
٣- ﴿وَأَرْسَلَ عَلَيْهِمْ طَيْرًا أَبَابِيلَ 3﴾: او هغه په دوی باندې مرغان واستول، او دوی ته په ډلو ډلو راغلل.
٤- ﴿تَرْمِيهِمْ بِحِجَارَةٍ مِنْ سِجِّيلٍ 4﴾: او مرغانو به دوى په داسې كاڼو ویشتل چې له خټو نه جوړ و، هغه خټه چې تېږه ګرځیدلې وه.
۵- ﴿فَجَعَلَهُمْ كَعَصْفٍ مَأْكُولٍ 5﴾: الله دوی د کښت د پاڼو په څیر وګرځول چې د څارویو لخوا خوړل شوي او تر پښو لاندې شوي.

ج- د قریش سورت او تفسیر یې:
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ ٱلرَّحِیمِ
په مدد د نوم د الله چې ډیر او همیشه مهربان دی شروع کوم.
﴿لِإِيلَافِ قُرَيْشٍ 1
د وجه د محبت د قریشو(۱) إِيلَافِهِمْ رِحْلَةَ الشِّتَاءِ وَالصَّيْفِ 2
محبت د دوی د ژمي او د دوبي د سفر سره. فَلْيَعْبُدُوا رَبَّ هَذَا الْبَيْتِ 3
نو لازم دي چې دوى د دې كور د رب عبادت وكړي الَّذِي أَطْعَمَهُمْ مِنْ جُوعٍ وَآمَنَهُمْ مِنْ خَوْفٍ 4﴾
هغه (رب) چې دوى ته يې له لوږې نه (د بچ كولو لپاره) طعام وركړى دى او دوى ته يې له وېرې نه (د ساتلو لپاره) امن (او بې خوفي) وركړې ده [سورة قريش: ١ - ٤].
تفسير:

١- ﴿لِإِيلَافِ قُرَيْشٍ 1﴾: په دې سره مراد هغه څه دي چې دوی ورسره الفت لرلو چې هغه سفر د اوړي او د ژمي و.
٢- ﴿إِيلَافِهِمْ رِحْلَةَ الشِّتَاءِ وَالصَّيْفِ 2﴾: یمن ته په ژمی کې سفر او په اوړي کې سفر شام ته په امن و امان.
٣- ﴿فَلْيَعْبُدُوا رَبَّ هَذَا الْبَيْتِ 3﴾: نو دوی دې یوازې د دې بيت الحرام څښتن الله ته عبادت وکړي، چې دوی ته یې دا سفر آسانه کړی، او بل څوک دې ورسره شریک نه کړي.
4- ﴿الَّذِي أَطْعَمَهُمْ مِنْ جُوعٍ وَآمَنَهُمْ مِنْ خَوْفٍ 4﴾: هغه ذات چې دوی ته یې له لوږې څخه خواړه ورکړل او له ویرې څخه یې خوندي کړل، په هغه څه چې د عربو په زړونو کې د حرم او د هغه د اوسیدونکو تعظیم ځای پر ځای کړي.

ج: د ماعون سوره او تفسیر یې:
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ ٱلرَّحِیمِ
په مدد د نوم د الله چې بې حده او همیشه مهربان دی.
﴿أَرَأَيْتَ الَّذِي يُكَذِّبُ بِالدِّينِ 1
آیا تا هغه كس لیدلى چې د بدلې ورځ (قیامت) دروغ ګڼي(۱) فَذَلِكَ الَّذِي يَدُعُّ الْيَتِيمَ 2
نو همدغه هغه كس دى چې یتیم ته ډیكې وركوي وَلَا يَحُضُّ عَلَى طَعَامِ الْمِسْكِينِ 3
او مسكین ته په طعام وركولو ترغیب نه وركوي فَوَيْلٌ لِلْمُصَلِّينَ 4
نو هلاكت دى لمونځ كوونكو لره الَّذِينَ هُمْ عَنْ صَلَاتِهِمْ سَاهُونَ 5
هغه كسان چې دوى له خپلو لمونځونو نه غافله وي.(۱) الَّذِينَ هُمْ يُرَاءُونَ 6
هغه كسان چې دوى ریا كاري كوي وَيَمْنَعُونَ الْمَاعُونَ 7﴾
او دوى ماعون (د استعمال عام څیزونه هم له یو بل نه) منع كوي [سورة الماعون: ١ - ٧].
تفسير:

١- ﴿أَرَأَيْتَ الَّذِي يُكَذِّبُ بِالدِّينِ 1﴾: آيا ته پیژنې هغه څوک چې د سزاء او د جزاء ورځ نه مني؟!
٢- ﴿فَذَلِكَ الَّذِي يَدُعُّ الْيَتِيمَ 2﴾: دا هغه څوک دی چې یتیم په سختۍ سره شړي او د هغه اړتیاوې نه پوره کوي.
٣- ﴿وَلَا يَحُضُّ عَلَى طَعَامِ الْمِسْكِينِ 3﴾: نه خپل ځان هڅوي او نه نور د مسکینانو د خوراک لپاره هڅوي.
۴- ﴿فَوَيْلٌ لِلْمُصَلِّينَ 4﴾: لمونځ کوونکو لپاره هلاکت او عذاب دی.
۵- ﴿الَّذِينَ هُمْ عَنْ صَلَاتِهِمْ سَاهُونَ 5﴾: هغه لمونځ كونكي چې د خپلو لمونځونو په اړه بې غوري کوي، د لمونځ پروا نه کوي تر څو چې وخت یی تېر شي.
۶- ﴿الَّذِينَ هُمْ يُرَاءُونَ 6﴾: هغه کسان چې دوی لمونځونه او عملونه د خلكو د كتلو لپاره ترسره کوي، په اخلاص سره د الله لپاره عمل نه کوي.
٧- ﴿وَيَمْنَعُونَ الْمَاعُونَ 7﴾: او دوی نورو ته د مرستې ورکولو مخه نیسي، په هغه شیانو چې د هغې پواسطه د خلکو مرسته کولو کې وده ته هیڅ ضرر نشته.

ج: د کوثر سورت او تفسیر یې:
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ ٱلرَّحِیمِ
د الله په نوم سره (پيل كوم) چې ډېر زيات مهربان، او همیشه رحم كوونكى دى
﴿إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ 1
بېشكه مونږ تا ته ډیر خیر(۱) دركړى دى فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ 2
نو ته د خپل رب لپاره لمونځ كوه او قرباني كوه إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْأَبْتَرُ 3﴾
بېشكه ستا دښمن هم هغه بې بنیاده (او لاولده) دى [سورة الكوثر: ١- ٣].
تفسير:

١- ﴿إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ 1﴾: موږ تاته ډېر خیر درکړی – ای رسوله - او له هغه څخه په جنت كي د كوثر نهر دى.
٢- ﴿فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ 2﴾: نو پدې نعمت باندې د الله شکر ادا کړه، او یوازې د هغه لپاره لمونځ او ذبح وکړه، برعکس د هغه څه چې مشرکین یې په ذبح کولو سره خپلو بتانو ته د نږدې کیدلو لپاره ترسره کوی.
٣- ﴿إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْأَبْتَرُ 3﴾: هغه څوک چې له تاسو څخه کرکه لري هغه څوک دی چې هیر شوي دی او د ټولو نیکیو څخه لیرې دی، او که چیرته یادونه یې وشي په بدۍ سره یادیږي.

الف: د کافرون سورت او د هغه تفسیر:
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ ٱلرَّحِیمِ
د الله په نوم سره (پيل كوم) چې ډېر زيات مهربان، همیشه رحم كوونكى دى
﴿قُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ 1
(اى نبي!) ته (دوى ته) ووایه: اى كافرانو!(۱) لَا أَعْبُدُ مَا تَعْبُدُونَ 2
زه د هغو (شیانو) عبادت نه كوم چی تاسو يې عبادت كوئ وَلَا أَنْتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ 3
او نه تاسو د هغه ذات خالص عبادت كوونكي يئ چې زه يې عبادت كوم وَلَا أَنَا عَابِدٌ مَا عَبَدْتُمْ 4
او نه زه د هغه شي عبادت كوونكى یم چی تاسو يې عبادت كړى دى وَلَا أَنْتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ 5
او نه تاسو عبادت كوونكي یئ د هغه ذات چې زه يې عبادت كوم(۱) لَكُمْ دِينُكُمْ وَلِيَ دِينِ 6﴾
تاسو لپاره ستاسو دین دى او زما لپاره زما دین دى. [سورة الكافرون: ١ - ٦].
تفسير:

١- ﴿قُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ 1﴾: ووایه - ای رسوله - ای هغو کسانو چې په الله کفر کوي.
٢- ﴿لَا أَعْبُدُ مَا تَعْبُدُونَ 2﴾: زه نه اوس او نه په راتلونکي کې د کومو بتانو عبادت کوم چې تاسو یې عبادت کوئ.
٣- ﴿وَلَا أَنْتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ 3﴾: او نه تاسو د هغه څه عبادت کوئ چې زه یې عبادت کوم او هغه یوازې الله دی.
۴- ﴿وَلَا أَنَا عَابِدٌ مَا عَبَدْتُمْ 4﴾: او نه زه د بتانو عبادت کوونکی یم كوم چی تاسو یی عبادت کوئ.
۵- ﴿وَلَا أَنْتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ 5﴾: او نه تاسو د هغه څه عبادت کوئ چې زه یې عبادت کوم او هغه یوازې الله دی.
۶- ﴿لَكُمْ دِينُكُمْ وَلِيَ دِينِ 6﴾: تاسو ته هغه دین چې تاسو د ځان لپاره جوړ کړی او زما لپاره هغه دین دی چې الله ماته وحې کړی دی.

ج: د النصر سورت او د هغه تفسیر:
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ ٱلرَّحِیمِ
د الله په نوم سره (پيل كوم) چې ډېر زيات مهربان، همیشه رحم كوونكى دى
﴿إِذَا جَاءَ نَصْرُ اللَّهِ وَالْفَتْحُ 1
كله چې د الله مرسته راشي او فتح وَرَأَيْتَ النَّاسَ يَدْخُلُونَ فِي دِينِ اللَّهِ أَفْوَاجًا 2
او ته خلق ووینې چې د الله په دین كې ډلې ډلې داخلېږي(۱) فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ وَاسْتَغْفِرْهُ إِنَّهُ كَانَ تَوَّابًا 3﴾
نو ته پاكي بیانوه د خپل رب له ستاينې سره او له ده نه مغفرت غواړه، بېشكه دى تل ښه توبه قبلوونكى دى [سورة النصر: ١ - ٣].
تفسير:

١- ﴿إِذَا جَاءَ نَصْرُ اللَّهِ وَالْفَتْحُ 1﴾: كه د الله مرسته او فتح ستا په دين كي راشی - اې رسوله- او د هغه عزت او شرف ورته راشي، او د مكې فتحه ترسره شي.
٢- ﴿وَرَأَيْتَ النَّاسَ يَدْخُلُونَ فِي دِينِ اللَّهِ أَفْوَاجًا 2﴾: او ته به خلک ووینې چې د اسلام په دین كې ډلې یوه له بلې پسې داخلیږي.
٣- ﴿فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ وَاسْتَغْفِرْهُ إِنَّهُ كَانَ تَوَّابًا 3﴾: نو پوه شه چې دا د هغه مسولیت د پای ته رسیدو د نزدیوالی نښه ده چې ته پرې لیږل شوی یې، پس پاکي بیان کړه سره د ثنا د رب خپل هغه لره د شکر کولو د وجه د هغه نعمت په مقابل کې چې غلبه او کامیابي یې درکړه ، او له هغه څخه بخښنه وغواړه، ځکه چې هغه د توبې قبولونکی دی، او د خپلو بندګانو توبه قبلوي، او بخښنه ورته کوی.

ج: د المسد سورت او د هغه تفسیر:
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ ٱلرَّحِیمِ
د الله په نوم سره (پیل كوم) چې ډېر زيات مهربان، همیشه رحم كوونكى دى
﴿تَبَّتْ يَدَا أَبِي لَهَبٍ وَتَبَّ 1
د ابو لهب دواړه لاسونه دې هلاك شي او دى هلاك شو مَا أَغْنَى عَنْهُ مَالُهُ وَمَا كَسَبَ 2
د ده هېڅ په كار رانغلل، نه د ده مال او (نه) هغه څه چې ده ګټلي وو سَيَصْلَى نَارًا ذَاتَ لَهَبٍ 3
ژر ده چې دى به لمبې وهونكي اور ته داخل شي وَامْرَأَتُهُ حَمَّالَةَ الْحَطَبِ 4
او د ده ښځه هم، (زه د دغې) د لرګو اوچتوونكې (مذمت كوم) فِي جِيدِهَا حَبْلٌ مِنْ مَسَدٍ 5﴾
د دې په غاړه كې د كجورې د پټ مضبوطه رسۍ ده [سورة المسد: ١ - ٥].
تفسير:

١- ﴿تَبَّتْ يَدَا أَبِي لَهَبٍ وَتَبَّ 1﴾: د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تره ابو لهب بن عبد المطلب لاسونه زیانمن شول، ځکه چې هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته زیان رسولی و او کوششونه یې ناکام شو.
٢- ﴿مَا أَغْنَى عَنْهُ مَالُهُ وَمَا كَسَبَ 2﴾: څه شي هغه ته ګټه ورسوله، شتمنۍ او زوی یی؟ نه يې عذاب ورڅخه دفع کړ، او نه يې ورباندې څه زړه خوګی وکړ.
٣- ﴿سَيَصْلَى نَارًا ذَاتَ لَهَبٍ 3﴾: د قيامت په ورځ به هغه اور ته ننوځي چې لمبې وهونکی به وي او تودوالی به یې زغمي.
۴- ﴿وَامْرَأَتُهُ حَمَّالَةَ الْحَطَبِ 4﴾: او د هغه مېرمن ام جميل چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته به يې ضرر رساوه، د هغه په لاره کې به یی اغزي اچول هغه به هم اور ته داخلیږي.
۵- ﴿فِي جِيدِهَا حَبْلٌ مِنْ مَسَدٍ 5﴾: د هغې په غاړه کې به یوه ټینګه اوبدل شوې رسۍ وي چې هغه یې پرې اور ته لیږدوله کیږي.

ج- د اخلاص سوره او د هغه تفسیر:
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ ٱلرَّحِیمِ
د الله په نوم سره (پيل كوم) چې ډېر زيات مهربان، همیشه رحم كوونكى دى
﴿قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ 1
(اى نبي!) ته (دوى ته) ووایه: شان دا دى چی الله یو دى(۱) اللَّهُ الصَّمَدُ 2
هم دا الله بې نیاز (بې حاجته) دى لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ 3
نه يې (څوك) زېږولى دى او نه دى (له چا) زېږول شوى دى وَلَمْ يَكُنْ لَهُ كُفُوًا أَحَدٌ 4﴾
او د ده هیڅوك سیال (او) برابر نشته(۱) [سورة الإخلاص: 1 - 4].
تفسير:

1- ﴿قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ 1﴾: ووایه - ای رسوله - هغه الله دی، له هغه پرته بل معبود نشته.
2- ﴿اللَّهُ الصَّمَدُ 2﴾: يعنې: د مخلوق اړتياوې ورته پورته کېږي.
3- ﴿لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ 3﴾: هغه پاک ذات نه بچی لري، او نه پلار.
4- ﴿وَلَمْ يَكُنْ لَهُ كُفُوًا أَحَدٌ 4﴾: او په مخلوق کې د ده هیڅوک سیال برابر نشته.

ج- د الفلق سورت او د هغه تفسیر:
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ ٱلرَّحِیمِ
د الله په نوم سره (پیل كوم) چې ډېر زيات مهربان، همیشه رحم كوونكى دى
﴿قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ 1
(اى نبي) ته ووایه: زه په رب د سبا پورې پناه نيسم مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ 2
د هر هغه شي له شر نه چې ده پیدا كړى دى وَمِنْ شَرِّ غَاسِقٍ إِذَا وَقَبَ 3
او د تیارې شپې له شر نه كله چې تكه توره (او خوره) شي وَمِنْ شَرِّ النَّفَّاثَاتِ فِي الْعُقَدِ 4
او له شر د هغو (جادوګرو) ښځو چې په غوټو كې پوكي وهونكې دي وَمِنْ شَرِّ حَاسِدٍ إِذَا حَسَدَ 5﴾
او د حسد كوونكي له شر نه كله چی دى حسد (شروع او ښكاره) كړي [سورة الفلق: 1 - 5].
تفسير:

1- ﴿قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ 1﴾: ووایه - ای رسوله - زه د سهار په رب پناه نیسم، او ځان ورسپارم.
2- ﴿مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ 2﴾: د هغه مخلوقات‍و له شر څخه چی ضرر رسوي.
3- ﴿وَمِنْ شَرِّ غَاسِقٍ إِذَا وَقَبَ 3﴾: او زه الله تعالی ته پناه وړم له هغو شرونو څخه چې د شپې له خوا د جاندارانو او غلو څخه څرګندیږي.
4- ﴿وَمِنْ شَرِّ النَّفَّاثَاتِ فِي الْعُقَدِ 4﴾: زه د هغو (جادوګرو) له شره څخه چې په غوټو كې پوكي وهونكې دي پناه غواړم.
5- ﴿وَمِنْ شَرِّ حَاسِدٍ إِذَا حَسَدَ 5﴾: او د هغه حسد کوونکي له شر څخه چې له خلکو سره دښمني کوي، د هغو نعمتونو په خاطر چې الله ورته ورکړي حسد کوي، غواړي چې دغه نعمتونه له دوی څخه لرې شي او دوی ته زیان ورسیږي.

ج- د الناس سورت او تفسیر یي:
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ ٱلرَّحِیمِ
د الله په نوم سره (پيل كوم) چې ډېر زيات مهربان،همیشه رحم كوونكى دى
﴿قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ 1
(اى نبي) ته ووایه: زه د خلقو په رب پورې پناه نیسم مَلِكِ النَّاسِ 2
چې د خلقو بادشاه دى إِلَهِ النَّاسِ 3
د خلقو (حقیقي) معبود دى مِنْ شَرِّ الْوَسْوَاسِ الْخَنَّاسِ 4
له شره د وسوسې اچوونكي، تښتېدونكي(۱) الَّذِي يُوَسْوِسُ فِي صُدُورِ النَّاسِ 5
هغه چې د خلقو په سینو كې وسوسې اچوي مِنَ الْجِنَّةِ وَالنَّاسِ 6﴾
چی (دغه وسوسې اچوونكي) له پېریانو او انسانانو ځنې دي [سورة الناس: 1 - 6].
تفسير:

1- ﴿قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ 1﴾: ووایه ای رسوله - زه د خلکو په رب ځان ساتم او هغه ته پناه وړم
2- ﴿مَلِكِ النَّاسِ 2﴾: هر څنګه چې وغواړي پر هغوی تصرف کوي، او دوی ته پرته له هغه بل مالک نشته.
3- ﴿إِلَهِ النَّاسِ 3﴾: په حق سره هغه د دوی معبود دی، په حق سره د دوی لپاره هیڅ بل معبود نشته.
4- ﴿مِنْ شَرِّ الْوَسْوَاسِ الْخَنَّاسِ 4﴾: د شیطان له شر څخه چې په خلکو کې خپل وسوسه اچوي.
5- ﴿الَّذِي يُوَسْوِسُ فِي صُدُورِ النَّاسِ 5﴾: هغه چې د خلکو په زړونو کې وسوسه اچوي.
6- ﴿مِنَ الْجِنَّةِ وَالنَّاسِ 6﴾ . يعنې وسوسه اچوونکی له انسانانو څخه هم وي او له پيريانو څخه هم وي.