د دعاګانو او اذکارو څانګه

ج- رسول الله ﷺ فرمایلي دي: "د هغه چا مثال چې خپل رب یادوي او هغه څوک چې خپل رب نه یادوي د ژوندي او مړي په څیر دی." بخاری روایت کړی دی.
- دا ځکه چې د انسان د ژوند ارزښت همدومره دی څومره چې د الله تعالی ذکر کوي.

ج-۱- الله (رحمن) راضي کوي.
۲- شیطان شړي.
۳- مسلمان له شر څخه ساتي.
۴- هغه باندی اجر او ثواب رسیږي.

ج - «لا إله إلا الله» " د الله څخه پرته بل معبود نشته" ترمذي او ابن ماجه روایت کړی دی.

ج - «الحمد لله الذي أحيانا بعد ما أماتنا، وإليه النشور»، "د الله ستاینه ده چې موږ یې له مرګ وروسته بیا را ژوندي کړو." د بخاری او مسلم روایت.

ج- الحمد لله الذي كساني هذا الثوب ورزقنيه من غير حول مني ولا قوة» د ابوداود او ترمذي او نورو روایت.

ج- «بسم الله»، "د الله په نوم". د ترمذي روایت.

ج – «اللهم لك الحمد أنت كسوتنيه، أسألك خيره وخير ما صنع له، وأعوذ بك من شره وشر ما صنع له».
ای الله ستا ستاینه ده، تا ماته جامې واغوستې، زه له تا څخه د هغې د خیر او هغه خیر چې د هغه لپاره جوړې شوې دي غوښتنه کوم، او د هغه له شر او هغه څه له شر څخه چې د هغه لپاره جوړې شوې ده پناه غواړم ." د ابو داود او ترمذي روايت.

ج – هر کله دې بل چا باندې نوې جامې ولیدلې نو دعا ورته وکړه، او ووایه : «تُبْلِي ويُخلف الله تعالى» «تُبْلِي ويُخلف الله تعالى»
یعنی الله دې تاسو ته دیر عمر درکړي چې دا جامې ډیرې مودې لپاره واغوندې تر دې چې زړې شي، او الله به نورې جامې در کړي. ابوداود روایت کړی.

ج – «اللهم إني أعوذ بك من الخبث والخبائث»
ای الله زه پر تا له نارینه او ښځینه شیطانانو څخه پناه غواړم. د بخاری او مسلم روایت.

ج - «غفرانك»، "ای الله تانه بخښنه غواړم" د ابو داود او ترمذي روايت .

ج- "بسم الله". د الله په نوم ابو داود او نورو روایت کړی

ج – «أشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له، وأشهد أن محمدا عبده ورسوله»
زه شاهدي ورکوم چې له الله پرته بل معبود نشته، یوازي او بې شریک دی، او شاهدي ورکوم چې محمد د هغه بنده او رسول دی. مسلم روایت کړی.

ج – «بسم الله، توكلت على الله، ولا حول ولا قوة إلا بالله»
"د الله په نوم، زه په الله توکل کوم، او پرته د الله بل هیڅ ځواک او قوت نشته." د ابو داود او ترمذي روایت.

ج – بسم الله ولجنا، وبسم الله خرجنا، وعلى الله ربنا توكلنا
"موږ د الله په نوم داخل شو، او د الله په نوم ووتلو، او په الله مو چی زموږ رب دی توکل کړی." بیا خپلې کورنۍ ته سلام کوي. د ابو داود روایت.

ج – اللهم افتح لي أبواب رحمتك.
ای الله زما لپاره د خپل رحمت دروازې خلاصې کړه.» مسلم روایت کړی دی.

ج – اللهم إني أسألك من فضلك.
"اې الله، زه ستا له فضل څخه غواړم."
مسلم روایت کړی.

ج – زه هم هغه څه وایم چې مؤذن یې وايي، پرته لدې: " حي على الصلاة " او " حي على الفلاح» " نو زه وایم: لا حول ولا قوة إلا بالله. د بخاری او مسلم روایت.

ج- رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې درود، مسلم روایت کړی دی. او بیا وایې: «اللهم رب هذه الدعوة التامة، والصلاة القـائـمـة، آت محـمـدًا الـوسـيلة والفـضـيلـة، وابـعثه مقامًا محمودًا الذي وعدته»
"اې الله، د دې کاملې بلنې او د لمانځه څښتنه، محمد ته وسیلې او فضیلت ورکړه، او هغه د ستاینې ځای ته یې ولېږه چې تا ورسره ژمنه کړې وه." بخاری روایت کړی دی.
او د اذان او اقامت تر منځ دعاء، ځکه په دې وخت کې دعاء قبلیږی .

ج-۱- آیت الکرسي لوستل: ﴿اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ لَا تَأْخُذُهُ سِنَةٌ وَلَا نَوْمٌ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ مَنْ ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلَّا بِإِذْنِهِ يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلَا يُحِيطُونَ بِشَيْءٍ مِنْ عِلْمِهِ إِلَّا بِمَا شَاءَ وَسِعَ كُرْسِيُّهُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَلَا يَئُودُهُ حِفْظُهُمَا وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ 255﴾
الله (چې دى) نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، همېشه ژوندى دى، د ټول عالم انتظام كوونكى دى، پر ده نه پركالي راځي، او نه خوب، خاص همده لره دي هغه څه چې په آسمانونو كې دي، او هغه څه چې په ځمكه كې دي، څوك دى هغه كس چې د ده په وړاندې به سفارش كوي مګر د ده په اجازت سره؟ هغه پوهېږي پر هر هغه څه چې د دوى په وړاندې دي او پر هر هغه څه چې د دوى وروسته دي، او دوى (مخلوق) د هغه له علم نه هېڅ شى هم نشي راګېرولى، مګر هغه څه چې هغه (الله) يې وغواړي، د هغه كرسۍ د اسمانونو او د ځمکې څخه پراخه ده او د دې دواړو ساتنه هغه (الله) نه ستړى كوي، او هم هغه ډېر اوچت دى(۱)، ډېر لوى دى. [سورة البقرة: ٢٥٥]. ٢- او دا قرائت کوم: بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ ٱلرَّحِيمِ ﴿قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ 1
(اى نبي!) ته (دوى ته) ووایه: شان دا دى چی الله یو دى اللَّهُ الصَّمَدُ 2
هم دا الله بې نیاز (بې حاجته) دى لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ 3
نه يې (څوك) زېږولى دى او نه دى (له چا) زېږول شوى دى وَلَمْ يَكُنْ لَهُ كُفُوًا أَحَدٌ 4﴾
او د ده هیڅوك سیال (او) برابر نشته دری ځلې. بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ ٱلرَّحِيمِ ﴿قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ 1
(اى نبي) ته ووایه: زه په رب د سبا پورې پناه نيسم مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ 2
د هر هغه شي له شر نه چې ده پیدا كړى دى. وَمِنْ شَرِّ غَاسِقٍ إِذَا وَقَبَ 3
او د تیارې شپې له شر نه كله چې تكه توره (او خوره) شي وَمِنْ شَرِّ النَّفَّاثَاتِ فِي الْعُقَدِ 4
او له شره د هغو (جادوګرو) ښځو چې په غوټو كې پوكي وهونكې دي وَمِنْ شَرِّ حَاسِدٍ إِذَا حَسَدَ 5﴾
او د کینه كوونكي له شر څخه كله چی دى کینه (شروع او ښكاره) كړي دری ځلې. بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ ٱلرَّحِيمِ ﴿قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ 1
(اى نبي) ته ووایه: زه د خلقو په رب پورې پناه نیسم مَلِكِ النَّاسِ 2
چې د خلقو بادشاه دى إِلَهِ النَّاسِ 3
د خلقو (حقیقي) معبود دى مِنْ شَرِّ الْوَسْوَاسِ الْخَنَّاسِ 4
له شره د وسوسې اچوونكي، تښتېدونكي الَّذِي يُوَسْوِسُ فِي صُدُورِ النَّاسِ 5
هغه چې د خلقو په سینو كې وسوسې اچوي مِنَ الْجِنَّةِ وَالنَّاسِ 6﴾
چی (دغه وسوسې اچوونكي) له پېریانو او انسانانو ځنې دي دری ځلې. ٣- «اللهم أنت ربي لا إله إلا أنت، خلقتني وأنا عبدك، وأنا على عهدك ووعدك ما استطعت، أعوذ بك من شر ما صنعت، أبوء لك بنعمتك علي، وأبوء بذنبي، فاغفر لي، فإنه لا يغفر الذنوب إلا أنت»
۳- ای الله! ته زما رب یې، له تا پرته بل معبود نشته، تا زه پیدا کړی یم او زه ستا بنده یم او زه ستا په هوكړې او وعدې باندې تر هغه حده پابند یم چې زه یې توان لرم، زه له تا څخه پناه غواړم له هر هغه څه چې ما کړي دي، پر ما باندې ستا د احسان اعتراف کوم، او په خپله ګناه اقرار کوم، نو ما ته بخښنه وکړه، ځکه چې له تا پرته بل څوک ګناهونه نه بخښي. بخاري روایت کړی.

ج- «باسمك اللهم أموت وأحيا»
ج - ای الله! ستا په نوم، مړ او ژوندی کیږم. متفق عليه.

ج- «بسم الله».
"د الله په نوم."
او که په پیل کې مو هېر شول، نو ووایه:
«بسم الله في أوله وآخره»
"د الله په نوم په پیل او پای کې" ابو داود او ترمذي روایت کړی دی

ج - «الحمد لله الذي أطعمني هذا، ورزقنيه، من غير حول مني ولا قوة» "
د الله ستاینه ده چې ما ته یې دا خواړه راکړل، او روزي یې راکړه، پرته زما له کوم ځواک او قوت څخه." ابو داود، ابن ماجه او نورو روایت کړی.

ج- «اللـهم بـارك لهـم فيما رزقتهـم، واغـفر لهم وارحمهم»
"اې الله، په هغه څه چې تا دوی ته ورکړي دي، دوی ته برکت ورکړه، او دوی ته بخښنه وکړه او په دوی رحم وکړه." مسلم روایت کړی دی.

ج- «الحمد لله».
"ستاینه الله لره ده."
او د هغه ورور یا ملګری دې ورته ووایي:
«یرحمک الله». "الله دې په تا رحم وکړي."
كه چې ورته دا ووايي:
نو هغه دې بیا ورته ووايی: «يهديكم الله ويصلح بالكم». الله دې تاته هدايت وكړي او چارې دې سمې كړه. بخاري روایت کړی.

ج – «سبحانك اللهم وبحمدك، أشهد أن لا إله إلا أنت، أستغفرك وأتوب إليك».
ای الله ته پاک یې او ستا ستاینه کوم، زه شاهدي ورکوم چې له تا پرته بل معبود نشته، زه ستا څخه بخښنه غواړم او تاته توبه کوم. ابوداود، ترمذي او نورو روایت کړی دی.

ج - بسم الله، والحمد لله ﴿سُبْحَانَ الَّذِي سَخَّرَ لَنَا هَذَا وَمَا كُنَّا لَهُ مُقْرِنِينَ 13 وَإِنَّا إِلَى رَبِّنَا لَمُنْقَلِبُونَ 14﴾، «الحمد لله، الحمد لله، الحمد لله، الله أكبر، الله أكبر، الله أكبر، سبحانك اللهم إني ظلمت نفسي فاغفر لي؛ فإنه لا يغفر الذنوب إلا أنت»
د الله په نوم، او ثنا خاص الله لره دی. پاكي ده هغه ذات لره چې زمونږ لپاره يې دا مسخر كړى دى او مونږ ده لره په قابو كې راوستونكي نه یو(۱۳). او بېشكه مونږ خاص خپل رب ته خامخا بېرته ورتلونكي یو. ستاینه خاص الله لره ده، ستاینه خاص الله لره ده، ستاینه خاص الله لره ده، یا الله پاکي تا لره ده، ما خپل نفس باندې ظلم كړى دی نو ما وبخښه؛ ځكه له تا پرته بل څوک ګناهونه نه بخښي.» ابو داود او ترمذي روایت کړی دی.

ج - - «الله أكبر، الله أكبر، الله أكبر ﴿سُبْحَانَ الَّذِي سَخَّرَ لَنَا هَذَا وَمَا كُنَّا لَهُ مُقْرِنِينَ 13 وَإِنَّا إِلَى رَبِّنَا لَمُنْقَلِبُونَ 14﴾، اللهم إنا نسألك في سفرنا هذا البر والتقوى ومن العمل ما ترضى، اللهم هون علينا سفرنا هذا، واطو عنا بعده، اللهم أنت الصاحب في السفر، والخليفة في الأهل، اللهم إني أعوذ بك من وعثاء السفر، وكآبة المنظر، وسوء المنقلب، في المال والأهل».
ج - "الله لوی دی، الله لوی دی ، الله لوی دی. پاكي ده هغه ذات لره چې زمونږ لپاره يې دا (سوارلۍ) تابع كړې ده او مونږ د هغه مهاروونکي نه یو(۱۳). او بېشكه مونږ خاص خپل رب ته خامخا بېرته ورتلونكي یو. یا الله په دې سفر کی ستا نه د نیکیو او تقوا غوښتنه کوو او هغه عمل چې ستا خوښ وي، یا الله مونږ ته دغه سفر آسانه کړې، او ددې سفر اوږد والی له مونږ څخه لرې کړې، اې الله ته په سفر کې ملګری یې او په کور کی سرپرست یې، اې الله زه تا ته پناه وړم د سفر له سختیو، له زړه بوګنوونکي منظر او کور ته د ستنیدو پر مهال له ناوړه پېښې څخه په مال او اولاد کې.
او کله چې بیرته راستون شي، همدغه دعا دې ووایي، او زیاته دې کړي:
«آيبون، تائبون، عابدون، لربنا حامدون»
"مونږ په خیر راغلو، له ګناهونو څخه توبه کوونکي، د الله خاص عبادت کوونکي، او د الله په نعمتونو شکر ویستونکي" مسلم روایت کړی.

ج -«أستودعكم الله الذي لا تضيع ودائعه»
"زه تاسو الله ته سپارم، هغه ذات چې سپارنې نه ضایع کوي." احمد او ابن ماجه روایت کړی.

ج – «أستودع الله دينك، وأمانتك، وخواتيم عملك»
زه ستا دین، امانت او د کار پایله الله ته سپارم. احمد او ترمذي روایت کړی.

ج – «لا إله إلا الله وحده لا شريك له، له الملك، وله الحمد، يحيي ويميت، وهو حي لا يموت، بيده الخير، وهو على كل شيء قدير»
له الله پرته بل معبود نشته، هغه یواځی دی، شریک نه لري، پاچاهي هغه لره ده، او ستاینه هغه لپاره ده، هغه ژوند او مرګ ورکوي، هغه ژوندی دی او نه مري، د هغه په لاس کې خیر دی، او هغه پر هر څه باندی قادر دی» ترمذي او ابن ماجه روایت کړی دی.

ج – «أعوذ بالله من الشيطان الرجيم»
"زه الله ته پناه وړم د رټل شوي شیطان څخه" متفق عليه.

ج- «جزاك الله خيرا».
"الله دې خیر درکړي" ترمذي روایت کړی دی.

ج- «بسم الله».
"د الله په نوم" ابوداود روایت کړی.

ج - «الحمد لله الذي بنعمته تتم الصالحات»
"ستاینه الله تعالی لره ده، چې د هغه په فضل سره نیک کارونه سرته رسیږي." حاکم او نورو روایت کړی.

ج - «الحمد لله على كل حال»
"په هر حال، د الله شکر دی." صحیح الجامع

ج- مسلمان وايي: السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
او ورور يې ورته په ځواب کې وایی:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته. په ترمذي او ابوداود او نورو کې.

ج – «اللهم صيباً نافعاً»
"اې الله، دغه باران ګټور كړې." بخاري.

ج – «مطرنا بفضل الله ورحمته»
د الله په فضل او رحمت پر مونږ باران وورید. بخاري او مسلم.

ج –«اللهم إني أسألك خيرها وأعوذ بك من شرها»
الهی! له تانه د دې د خیر سوال کوم، او له شر نه یې پر تا پناه غواړم. أبو داود وابن ماجه

ج - «سبحان الذي يسبح الرعد بحمده والملائكة من خيفته»
"پاکې ده هغه ذات لره چې رعد(۱) یې پاکي وایې سره د ستاینې د هغه او ټول ملایک د وجه د ویرې د هغه" موطأ مالك.

ج- «الحمد لله الذي عافاني مما ابتلاك به، وفضلني على كثير ممن خلق تفضيلاً»
" الله لره ستاینه ده چې زه یې له هغه څه څخه ژغورلی یم چې ته یې ورباندې ګرفتار کړي یې، او زه یې له ډیرو خلکو څخه به غوره شکل باندی فضیلت راکړ." ترمذي روایت کړی.

ج- په حدیث کې راغلي دي چی: «که له تاسو څخه څوک د خپل ورور او یا په خپل ځان کې او یا خپل مال کې څه وګوري چې د هغه خوښ شي، [نو د برکت دعا دې وکړي] ځکه چې بد نظر حق دی. د احمد، ابن ماجه او نورو روايت.

اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ، وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ، اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ، وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ»
یاالله!پر محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه پرکورنۍ رحمت ووروه، لکه پر ابراهیم علیه السلام او د هغه پرکورنۍ دې چې لورولی و، بېشکه ته ستایلی او لوی یې .یا الله !پر محمد او د هغه پر کورنۍ برکتونه ووروه،لکه پر ابراهیم - علیه السلام - او د هغه پرکورنۍ دې چې ورولی وو،بېشکه ته ستایلی او لوی یې. متفق عليه.