د سیرت النبي څانګه

ج – هغه محمد د عبدالله زوی عبد الله د عبدالمطلب زوی عبد المطلب د هاشم زوی دی،او هاشم له قریشو څخه دی، قریش له عربو څخه دی او عرب د اسماعیل علیه السلام له اولادې څخه دي او اسماعلی علیه السلام د ابراهیم علیه السلام زوی دی، پر هغه او زموږ پر پیغمبر صلی الله علیه وسلم دې تر ټولو غوره درود او سلام وي.

ج- پلار یې په مدینه منوره کې په داسې حال کې مړ شو او هغه (محمد -صلی الله علیه و سلم-) د مور په خیټه وو لا زیږیدلی نه وو.

ج- د فیل پر کال، د ربیع الأول د میاشتې په دولسمه نېټه د دوشنبې په ورځ.

- د خپل پلار آزاده شوې (مولاة أبيه)، ام ایمن.
- د خپل تره ابولهب آزاده شوې (مولاة عمه أبي لهب)، ثویبه.
- حليمه سعديه.

ج – مور يې چی کله وفات شوه هغه شپږ کلن وو، او نيکه؛ عبدالمطلب يې پالنه وکړه.

ج- هغه د اتو کالو و چی نيکه یې عبدالمطلب وفات شو، او تره يې ابو طالب د هغه پالنه کوله.

ج – هغه د دولسو کالو په عمر له خپل تره سره شام ته سفر وکړ.

ج – دویم سفر یې د خدیجې رضی الله عنها په پیسو تجارت کې و، ، او کله چې بیرته راستون شو، نو د پنځه ویشت کلنۍ په عمر یې له هغې سره واده وکړ.

ج – قریشو کعبه بیا هغه مهال جوړه کړه چی هغه(۱) پنځه دېرش کلن و.
او کله چې قریشو د دې په اړه اختلاف وکړ، چې حجر الاسود باید څوک کېږدي، هغه یی د قضاوت لپاره غوره کړ، نو هغه په ټوټه (تکه)کې کیښودله او هرې قبیلې ته یې امر وکړ چی د څادر یوه څنډه ونیسي، او دوی څلور قبیلې وې، او کله چی یی خپل ځای ته پورته کړه، نو هغه - صلی الله علیه وسلم - په خپلو لاسونو کېښوده.

ج – هغه څلوېښت کلن و، او ټولو خلکو ته زیری ورکوونکی او وېروونکی ولېږل شو.

ج – ریښتینی خوبونه لیدل، نو هغه به خوب نه لیده مگر دا چې د سهار په څیر به ورته ښکاره کېده.

ج – په غار حرا کې به یې د الله عبادت کاوه او ځان سره به یې توخه وړله.
او په هغه باندې وحې نازل شوه، په داسې حال کې چې هغه په غار کې عبادت کاوه.

ج- د الله تعالی وینا: ﴿ٱقۡرَأۡ بِٱسۡمِ رَبِّكَ ٱلَّذِي خَلَقَ 1
ته د خپل هغه رب په نامه سره ولوله چې پیدا كړي يې دي (ټول مخلوقات) خَلَقَ ٱلۡإِنسَـنَ مِنۡ عَلَقٍ 2
انسان یې له پرنډ شوې (ټوټې) وینې نه پیدا كړى دى. ٱقۡرَأۡ وَرَبُّكَ ٱلۡأَكۡرَمُ 3
ته ولوله، په داسې حال كې چې ستا رب ډیر عرتمند دى ٱلَّذِي عَلَّمَ بِٱلۡقَلَمِ 4
هغه چې په قلم سره يې ښوونه كړې ده عَلَّمَ ٱلۡإِنسَـنَ مَا لَمۡ يَعۡلَمۡ 5﴾
انسان ته يې هغه څه ښودلي دي چې دى پرې نه پوهېده [سورة العلق: 1 - 5].

ج – په نارینه و کی: ابوبکر صدیق رضی الله عنه، په ښځینه و کی: خدیجه بنت خویلد، په هلکانو کی: علی بن ابی طالب، په موالی(ازاد شوی غلام) کی: زید بن حارثه او په غلامانو کی: بلال الحبشی رضی الله عنهم، او داسی نور.

ج – دعوت درې کاله پټ و، بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم ته امر وشو بلنه ښکاره کړي.

ج – مشرکانو هغه او مسلمانان ډیر زړول، تر دې چې هغه مؤمنانو ته اجازه ورکړه چې نجاشي ته په حبشه کې هجرت وکړي.
مشرکانو په اتفاق سره رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د ضرر رسولو او وژلو موافقه وکړه، مګر الله تعالی د هغه ساتنه وکړه او هغه یې د خپل تره ابو طالب د حمایت لاندې راوسته ترڅو هغه له دوی څخه وساتي.

ج- د هغه تره ابو طالب او مېرمن یې خدیجه رضی الله عنها وفات شوي دي.

ج- هغه د پنځوسو کالو و، پنځه وخته لمونځونه پرې فرض شول.
اسراء:
له مسجد الحرام څخه مسجد الاقصی ته.
معراج:
له مسجد الاقصی څخه تر آسمانه تر سدرة المنتهی پورې وه.

ج – د طائف خلکو ته به يې بلنه ورکوله او د حج په موسمونو او د خلکو مجلسونو کې به یې ځان پر خلکو پیش کاوه(چې زه پیغمبر یم په ما ایمان راوړئ) حضور تر دې چې د مدينې خلک له انصارو راغلل او پر رسول الله صلی الله عليه وسلم يې ايمان راوړ او له هغه سره يې د ملاتړ بيعت وکړ.

ج – زکات، روژه، حج، جهاد، اذان او د اسلام نور احکام پرې فرض شوي دي.

ج- د بدر لویه غزا.
د احد غزا.
د احزاب غزا.
د مکې د فتحې غزا.

ج- د الله تعالی دغه وینا: ﴿ وَٱتَّقُوا يوۡمًا تُرۡجَعُونَ فِيهِ إِلَى ٱللَّهِۖ ثُمَّ تُوَفَّى كُلُّ نَفۡسٍ مَّا كَسَبَتۡ وَهُمۡ لَا يُظۡلَمُونَ 281﴾
او تاسو له هغې ورځې نه ووېرېږئ چې په هغې كې به تاسو الله ته بېرته ورګرځول كېږئ، بیا به هر نفس ته پوره پوره وركړى شي بدل د هغه عمل چې ده كړى دى، او پر دوى به ظلم ونه كړى شي. [سورة البقرة: 281].

ج- د هجرت په یوولسم کال د ربیع الاول په میاشت کې د درې شپیته کالو په عمر وفات شو.

ج-۱- خدیجه بنت خویلد رضی الله عنها.
۲- سوده بنت زمعه رضی الله عنها.
۳- عائشه رضی الله عنها د ابو بکر صدیق لور .
۴- حفصة د عمر -رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَما- لور
۵- زينب د خزيمة لور رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا.
۶- أم سلمة هند بنت أبي أمية رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا.هند د سلمه مور د ابي امیه لور
٧- أم حبيبة رملة بنت أبي سفيان رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا.د حبیبه مور رمله د ابوسفیلن لور
٨- جويرية بنت الحارث رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا جویریه د خارث لور
٩- ميمونة بنت الحارث رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا.میمونه د حارث لور
١٠- صفية بنت حيي رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَاصفیه د حیی لور
١١- زينب بنت جحش رضي الله رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَازینب د جحش لور

ج- درې نادرینه دي:
القاسم او په هغه باندې ملقب و.
او عبدالله.
او ابراهيم.
له ښځینه و څخه:

فاطمة
رقية.
أم كلثوم.
زينب.
د هغه ټول اولادونه له خدیجې رضی الله عنها څخه وو، پرته له ابراهیم څخه، او هغوی ټول له هغه څخه مخکې وفات شول، پرته له فاطمې څخه چې شپږ میاشتې وروسته له هغه څخه وفات شوه .

ج – هغه په سړیو کی متوسط قامت درلود، نه لنډ او نه اوږد و، بلکې منځمهالی و، هغه سپين رنګه سوروالي ته نږدې و، غټه ږيره او پراخې سترګې يې درلودې، غټه خوله، وېښتان يې ډېر تور و، غټې اوږې، ښه بوی او د هغه ﷺ داسې نورې ښکلي ځانګړتیاوې.

ج- هغه ﷺ خپل امت په سپینی طریقې پریښودی، چی شپه يې د ورځې په څېر ده، یوازې هلاک شوی کس له هغه څخه منحرف کیږي، هیڅ نیکي یی نه ده پریښی مګر دا چې د خپل امت یې هغه ته لارښونه كړې، او هیڅ شر یې نه دی پریښی مګر دا چی خپل امت یې له هغه څخه ویرولی.