د اسلامي آدابو څانګه

ج-۱- د هغه سبحانه و تعالی تعظیم کول.
۲- بې له شريک څخه د هغه عبادت كول.
۳- د هغه اطاعت.
۴- د هغه نافرماني پريښودل.
۵- د هغه د بې شمېر فضل او نعمتونو شکر او ستاینه کول.
۶- د هغه په تقدیر صبر کول.

ج- ۱- د هغه اقتدا او پیروي کول.
۲- د هغه اطاعت کول.
۳- د هغه نافرماني پريښودل.
۴- پر هغه څه باور کول چې خبر یې ورکړی.
۵- د هغه په سنتو کې د زیات والی په ذریعه بدعت نه کول.
۶- له ځان او ټولو خلکو څخه له هغه سره ډیره مینه کول.
۷- د هغه تعظیم، ملاتړ او د هغه د سنتو ملاتړ کول.

ج – ۱ –پرته له نافرمانۍ څخه د مور او پلار اطاعت.
۲- د والدینو خدمت.
۴- د مور او پلار سره مرسته کول.
۵- د مور او پلار د اړتیاوو پوره کول.
۵- مور او پلار ته دعا کول.
۶- په خبرو کې له هغوی سره نرمي کول؛ حتی دا هم جواز نه لری چې ووايي: "اف"، چې تر ټولو کوچنۍ ویناده.
۷- د مور او پلار په مخ موسکا کول او تندی نه تریوول.
۸- زه خپل غږ د مور او پلار له غږ څخه نه پورته کوم، هغوی ته غوږ ږدم، د هغوی سره خبرې کول نه قطع کوم، او په نوم ورته غږ نه کوم، بلکې دا وایم: «پلاره»، «مورې».
۹- کله چی زما مور او پلار په کوټه کې وي، له ننوتلو مخکې اجازه غواړم.
۱۰- د مور او پلار د لاس او سر ښکلول.

ج- ۱- د خپلوانو زیارت کول لکه: ورور، خور، تره، ترور، ماما، خاله او همدارنګه نور خپلوان.
۲- په قول او عمل کې ورسره احسان او مرسته کول.
۳- د هغه د جملی څخه هغوی سره اړیکه نیول او د هغوی د حالاتو پوښتنه کول شامل دي.

ج- ۱- خوښ ګڼم له ښو خلکو سره سره ملګرتیا وکړم.
۲- د شر غوښتونکو(د بدو خلکو) له ملګرتیا څخه ځان ساتم او هغوی پریږدم.
۳- خپلو وروڼو ته سلام کوم او هغوی ته لاس ورکوم.
۴- د ناروغتیا پر مهال یې پوښتنه کوم او د روغتیا دعا ورته کوم.
۵- د پرنجي ځواب ورکوم.
۶- که هغه ما ته د زیارت بلنه راکړه زه یې قبلوم.
۷- هغه ته نصیحت کوم(۱).
۸- که ظلم پرې وشي ملاتړ یې کوم، او له ظلم څخه يې ژغورم.
۹- زه د خپل مسلمان ورور لپاره هغه څه خوښوم کوم چې د ځان لپاره خوښوم.
۱۰- که هغه زما مرستې ته اړتیا ولري زه ورسره مرسته کوم.
۱۱- په خبره او یا عمل سره هغه ته هیڅ ضرر نه رسوم.
۱۲- د هغه راز پټ ساتم.
۱۳- زه هغه ته ښکنځلې نه کوم، غیبت یې نه کوم، د هغه سپکاوی نه کوم، حسد ورسره نه کوم، د هغه جاسوسي یې نه کوم، او ورسره دوکه نه کوم.

ج- له ګاونډي سره په قول او عمل کې نیکي کوم او که زما مرستې ته اړتیا ولري مرسته ورسره کوم.
۲- که په اختر، واده او یا بل څه خوشحاله وي مبارکي ورته وایم.
۳- که ناروغ وي زه یې پوښتنه کوم، او که غم یا مصیبت ورته رسیدلی وي هغه ته ډاډ ورکوم.
۴- هغه خواړه چې ځانته یې تیاروم، تر خپلې وسې یې هم هغه ته هم وړاندې کوم.
۵- په قول او عمل هغه ته ضرر نه رسوم.
۶. زه هغه په لوړ غږ سره نه ځوروم او د هغه جاسوسي نه کوم او هغه سره له صبر څخه کار اخلم.

ج- ۱- څوک چې د میلمستیا بلنه راکړي منم یې.
۲- که غواړئ له چا لیدنه وکړئ، اجازه او د ملاقات وخت ترې وغواړئ.
۳- له ننوتلو مخکې اجازه وغواړئ.
۴- ملاقات نه ناوخته کوم.
۵- د هغه له کورنۍ څخه خپل نظر کښته ساتم.
۶- مېلمه ته په ښه ډول، ورین تندي او په ښو الفاظو سره ښه راغلاست وایم.
۷- مېلمه په مناسب ځای کې کښېنوم.
۸- په خوراک او څښاک او ښه میلمستیا عزت ورکوم.

ج- ۱- کله چې درد احساس وكړم؛ خپل ښي لاس پر هغه ځای ږدم او درې ځلې وايم: "بسم الله" او وایم: «أعوذ بعزة الله وقدرته من شر ما أجد وأحاذر» "زه د الله قدرت او ځواک ته پناه وړم د هغه څه له شر څخه چې زه یې مومم او ويریږم". اوه ځلې.
۲- په هغه څه خوښ یم چې الله تعالی راته مقدر کړی وي او صبر کوم.
۳- د خپل ناروغ ورور لیدو لپاره بیړه کوم، دعا ورته کوم، او تر ډېره وخته ورسره نه کښینم.
۴- بې له دې چې له ما څخه وغواړی هغه دموم.
۵- زه ورته د صبر، دعا، لمونځ، او طهارت (پاکوالی) نصیحت کوم، څومره یې چې توان ولري.
۶- د ناروغ لپاره دعا: «أسأل الله العظيم رب العرش العظيم أن يشفيك»
د لوی الله او د لوی عرش له رب څخه تا ته د شفاء غوښتنه کوم. اوه ځلې.

ج ۱- صحیح نیت(۱).
۲- په هغه علم باندې عمل کوم چې زده کړی مې دی.
۳- د ښوونکی په شتون او نشتون کې د هغه احترام او درناوی کوم.
۴- د هغه په مخ کې په ادب سره کښینم.
۵- زه ورته ښه غوږ نیسم او په درس کې یې مداخله نه کوم.
۶- په ادب سره پوښتنه کوم.
۷- زه هغه په نوم نه بولم.

ج – ۱- د مجلس حاضرینو ته سلام کوم.
۲- هغه ځای کې کښینم چې مجلس پای ته رسیږي، زه له مجلس څخه څوک نه پورته کوم او له اجازې پرته د دوو کسانو تر منځ نه کښینم.
۳- مجلس ته پراښتیا ورکوم تر څو بل څوک هم کښیني.
۴- د مجلس خبرې نه قطع کوم.
۵- زه د مجلس څخه د وتلو دمخه اجازه غواړم او سلام کوم.
۶- کله چې مجلس ختم شي نو د مجلس د کفارې دعا وایم: «سبحانك اللهم وبحمدك، أشهد أن لا إله إلا أنت، أستغفرك وأتوب إليك».
ای الله! ته پاک یې او تالره ستاینه ده، زه شاهدي ورکوم چې له تا پرته بل معبود نشته، زه ستا څخه بخښنه غواړم او تاته توبه کوم.

ج-۱- زه وختي بیده کیږم.
۲- په اوداسه ویده کیږم.
۳- پړمخه نه ویده کیږم.
۴- په ښي اړخ ویده کیږم او ښی لاس د ښي انګي لاندې ږدم.
۵- زه خپله بستره څنډم.
۶- د خوب اذکار لولم، آیت الکرسي، د اخلاص سورت او معوذتین(۱) درې ځلې تلاوت کوم. او وایم: «باسمك اللهم أموت وأحيا».
"ای الله ستا په نوم، مړ او ژوندی کیږم."
۷- سهار لمانځه ته پاڅیږم.
۸- له خوبه له پاڅیدو وروسته وایم: «الحمد لله الذي أحيانا بعدما أماتنا وإليه النشور».

ج-
۱- په خوراک او څښاک سره د الله تعالی د اطاعت لپاره د پیاوړتیا نیت کوم.
۳- له خوراک څخه وړاندې د لاسونو پرېمینځل.
۴- : بسم الله، وایم او په ښي لاس سره له خپلې مخې خوراک کوم، او د کاسو له مینځ څخه یا د بل چا له مخې خوراک نه کوم .
۵- که بسم الله ویل مې هېر شي نو وايم: " بسم الله أوله وآخره ". د الله په نامه، په پيل او پای کی.
۶- په شته خوړو خوښ یم، او په خوړو نیوکه نه کوم، که مې خوښ شول خورم یې او که مې خوښ نه شول نو پریږدم یې.
۷- زه څو مړۍ ډوډۍ خورم، او ډېره نه خورم.
۸- په خوراک او څښاک کې پوکی نه کوم، او تر یخیدو پورې یې پریږدم.
۹- له کورنۍ یا مېلمه سره د خوراک لپاره هغوی سره یو ځای کیږم.
۱۰- د بل چا څخه مخکي چي زما څخه لوی وي په خوړلو شروع نه کوم.
۱۰- کله چې څښم بسم الله وایم، په ناسته یې چښم او دریو ځلو یې څښم.
۱۱- د ډوډی وروسته د الله شکر ادا کوم.

ج - ١- جامې له ښي خوا اغوندم، او د الله شکر ادا کوم.
۲- جامې د پښو د ګټیو څخه(۱) نه اوږدوم.
۳- هلکان باید د انجونو جامې وا نه غوندي او انجونې باید د هلکانو جامې وا نه غوندي.
۴- د کافرانو او فاسقانو سره مشابهت نه کول په جامو کې.
۵- د جامو ویستلو پر مهال بسم الله وییل.
۶- لومړی د ښۍ پښې څپلۍ پښو کوم، او ویستلو کی لومړی د کیڼې پښې څخه پیلو کوم.

ج- ۱- زه وايم: «بسم الله، الحمد لله»"د الله په نوم، ستاينه الله لره ده." ﴿سُبْحَانَ الَّذِي سَخَّرَ لَنَا هَذَا وَمَا كُنَّا لَهُ مُقْرِنِينَ 13 وَإِنَّا إِلَى رَبِّنَا لَمُنْقَلِبُونَ 14﴾
پاكي ده هغه ذات لره چې زمونږ لپاره يې دا مسخر (او تابع) كړى دى او مونږ ده لره په قابو كې راوستونكي نه یو. او بېشكه مونږ خاص خپل رب ته خامخا بېرته ورتلونكي یو. وَإِنَّا إِلَى رَبِّنَا لَمُنْقَلِبُونَ 14﴾
او بېشكه مونږ خاص خپل رب ته خامخا بېرته ورتلونكي یو. [سورة الزخرف: 13، 14].
۲- که پر یو مسلمان تیریږم، سلام پرې اچوم.

ج-۱- زه په خاکسارۍ او عاجزی سره ګرځم، او د لاری ښي اړخ ته ځم.
۲- هر چا سره چې مخامخ کیږم هغه ته سلام کوم.
۳- خپل نظر ټيټ ساتم او هيچاته ضرر نه رسوم.
۴- په نېکۍ امر کوم او له بدیو منع کوم.
۵- له لارې څخه مضر شیان لرې کوم.

ج- ۱- چپه پښه راباسم او وایم: «بسم الله، توكلت على الله، لا حول ولا قوة إلا بالله، اللهم إني أعوذ بك أن أضل أو أضل، أو أزل أو أزل، أو أظلم أو أظلم، أو أجهل أو يجهل علي».

د الله په نوم، زه په الله توکل کوم، ځواک او قوت نشته مګر په الله، الهی! زه تا ته پناه وړم که زه بی لارې شم، یا مې بل څوک بی لاری کړي، یا څوک وښویوم، او زه اوښویولی شم، یا ظلم وکړم، او یا ظلم را سره وشی، یا خلکو ته ضرر او نقصان ورسوم، یا را ته ضرر ورسولی شی او چې زه د جهالت کار وکړم او یا زما سره وشي. ۲- کور ته په ښي پښه ننوځم او وايم: «بسم الله ولجنا، وبسم الله خرجنا، وعلى ربنا توكلنا».
" د الله په نامه ننوتلو، او د الله په نامه سره ووتلو، او پر خپل پروردګار مو توکل او تکیه کړې ده."
۳- په مسواک پیل کوم، بیا پر کورنۍ سلام اچوم.

ج- ۱- په چپه پښه ننوځم.
۲- او له ننوتلو مخکې وایم: «بسم الله، اللهم إني أعوذ بك من الخبث والخبائث».
"د الله په نوم، ای الله، زه پر تا پناه نیسم د نارینه او ښځینه شیطانانو څخه "
۳- زه له ځانه سره هر هغه څه چې د الله ذکر په کې شوی وي نه داخلوم.
۴- د قضای حاجت په وخت کې ځان پټوم.
۵- د قضای حاجت په ځای کې خبرې نه کوم.
۶- د قضای حاجت پر مهال مخ او شا قبلې خوا ته نه اړوم.
۷- د نجاست د لرې کولو لپاره چپ لاس کاروم، ښی لاس نه کاروم.
۸- د خلکو په لاره کې او د هغوی د سیوري ځایونو کې قضای حاجت نه کوم.
۹- له قضای حاجت څخه وروسته لاسونه مينځم.
۱۰- چپه پښه راباسم او وايم: غفرانك . یعنی بخښنه وكړه.(۱)

ج- ۱- په ښۍ پښه جومات ته ننوځم او وايم: «بسم الله، اللهم افتح لي أبواب رحمتك».
"د الله په نوم، ای الله، زما لپاره د خپل رحمت دروازې خلاصې کړه."
۲- تر هغه پورې نه کینم چې دوه رکعته لمونځ مې ادا کړی نه وي.
۳- د لمونځ کوونکو مخې ته نه تیریږم، او په جومات کې د ورک شوي شي اعلان نه کوم، او په جومات کې پلور او پېر نه کوم.
۴- په چپه پښه له جومات څخه وځم او ووایم: «اللهم إني أسألك من فضلك».
یا الله ستانه ستا د فضل غوښتنه کوم.

ج - ۱ - کله چې له کوم مسلمان سره مخ کیږم نو پدې خبرې پیل کوم او وایم: "السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته" له سلام پرته په بل شی باندې خبری نه پیلوم، او یوازې په لاس هم اشاره نه کوم.
۲- د سلام پر مهال موسکا کوم.
۳. او په ښي لاس ورسره روغبړ کوم.
۴- که څوک ماته سلام وکړي زه به په ځواب له هغه څخه هم ښه سلام ورکوم او یا هماغسی د سلام ځواب ورکوم.
۵- کافر ته په سلام ورکولو پیل نه کوم، او که هغه ماته سلام وکړي نو زه ورته هماغسی ځواب ورکوم.
۶- کشر پر مشر، او سپور پر پیاده، او پیاده پر ناستو، او لږ پر ډیرو باندی سلام اچوي.

ج- ۱- ځای ته له ننوتلو مخکې اجازه غواړم.
۲- درې ځلې اجازه غواړم؛ زیات نه، هغې نه وروسته بیرته ګرځم.
۳- دروازه په نرمۍ سره ټکوم، او د دروازې مخې ته نه ودرېږم، بلکې ښي او یا چپ لوري ته ودرېږم.
۴- د اجازې له غوښتلو مخکې خپل پلار، مور او یا د بل چا کوټې ته نه ننوځم، په ځانګړې توګه د سهار له لمانځه مخکې، ماپښین او ماسختن د لمانځه وروسته.
۵- د اجازې پرته غیر مسکونه ځایونه لکه: روغتون یا پلورنځي ته ننوځم.

ج- ۱- څاروي ته خوراک او څښاک ورکوم.
۲- پر څارويو ترحم او شفقت کول، او هغه څه پرې نه بارول چې وړلی یې نشي.
۳- څارويو ته هیڅ ډول عذاب او ضرر نه رسوم.

ج-۱- لوبې په دې نیت کوم چې د الله اطاعت او رضامندی لپاره پیاوړی شم.
۲- د لمانځه په وخت کې لوبې نه کوم.
۳- هلکان به له نجونو سره لوبې نه کوي.
۴- زه د لوبو هغه جامې اغوندم چې زما عورت پټ کړي.
۵- له حرامو لوبو څخه ډډه کوم، لکه پر مخ وهل او د عورت ښکاره کول.

ج ۱- په ټوکو کې ریښتیا ویل او دروغ نه ویل.
۲- هغه ټوکې چې له تمسخر، اهانت، او د ضرر رسولو او ډارلو څخه خالي وي.
۳- ډېرې ټوکې نه کوم.

ج-۱- د پرنجي پر مهال، د لاس، کالي او رومال څخه استفاده کول.
۲- له پرنجي وروسته الحمد لله، ووایه.
۳- او د هغه ورور یا ملګری دې ورته ووایي: «يرحمك الله». الله دې پر تا رحم وکړي.
او که هغه ځواب ورکړ:
هغه باید ووایی: «يهديكم الله ويصلح بالكم».
"الله دې تاسو ته هدایت وکړي او ستا هر کار دې سم کړي."

ج-۱- د ارګمي (تثاوب) د مخنیوي هڅه.
۲- د «آه» «آه» کولو سره د آواز نه پورته کول.
۳- په خوله باندې لاس کیښودل.

ج- ۱- له اوداسه وروسته په پاکوالي سره تلاوت کول
۲- په ادب او وقار سره کښېناستل.
۳- د تلاوت په پیل کې له شیطان څخه الله تعالی ته پناه وړم.
۴- قرائت کې تدبر او فکر کوم.